ننګرهار او لغمان کې د اختر شپو او ورځو کې د ترافیکي پیښو له امله څلور تنه مړه او ۱۲۲ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: د کوچني اختر په شپو او ورځو کې په ننګرهار او لغمان کې د ترافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه او ۱۲۲ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر جواد شیرزاد وایي، چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې په ښار او ولسوالیو کې څلور ترافیکي پېښې شوي، چې له امله یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د کوچني اختر په ورځو کې یې ګڼ شمیر ترافیک د ښار په ټولو واټونو د ګڼې، ګوڼې د مخنیوي او د ترافیکي پېښو ته د رسیده ګۍ په موخه ګمارلي دي.

ورته مهال ننګرهار کې د عامې ورغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي بیا وایي، چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د کوچني اختر په درې ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۲۲ تنه ټپیان او یو جسد روغتون ته راوړل شوی دی.

د رحیمي په خبره د کمکي اختر په لومړۍ ورځ ۴۲  په دوهمه ورځ ۴۳ او دریمه ورځ ۳۷ تنه چې زیاتره یې ځوانان دي د ترافیکي پيښو له امله سیمه ییز روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوي دي.

نوموړی دغه راز وایي، په یادو ورځو کې ۵۰ تنه د غذایي تسمم ناروغان هم د درملنې په موخه یاد روغتون ته راوړل شوي.

په همدې حال کې د لغمان لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیریت وایي، چې نن (دوشنبه، ۴ د ثور) د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «عزیز خان کڅ» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عام خلک بیا وایي، د اختر  شپو ورځو پر مهال چې ګڼه ـ ګوڼه زیاته وي نو ډیر کله د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.

د ننګرهار اوسیدونکی الله یار موټرو او نورو نقیله وسایطو له چلوونکو غوښتنه کوي، چې  خپل او نورو ژوند ته باید خاصه پاملرنه وکړي او د چلوونې پر وخت دې له ډېر اختیاط کار واخلي.

خلک د پېښو ګراف په ټيټ والي کې د حکومت رول هم مهم ګڼي او وایي، ترافیک باید له هغه خلکو سره سخت قانوني چلند وکړي چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه