جلال اباد ښار کې اهنګران له خپل روزګار راضي نه دي

د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار اهنګرانو کوڅه کې لا هم د کرنې او بڼوالۍ وسايل په دوديز ډول جوړيږي، چې د ولسوالیو بزګران يې ډېر خوښوي.

خو دغه اهنګران وایي، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او له بهر څخه د بزګرانو او بڼوالو لپاره په نوي بڼه د جوړ شویو وسایلو رالیږد هغه څه دي چې د دوی کاروبار یې په ټپه درولی دی.

محمد عثمان چې له کلونو راهیسې د اهنګرانو په دې کوڅه کې د لاس په زحمت سره بزګرانو او بڼوالو لپاره بېلابېل توکي جوړوي وایي، که څه هم یې د پخوا په پرتله په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شوي خو لا هم له خپل روزګار راضي نه دی.

محمد عثمان زیاتوي: «د اهنګرۍ کسب راته له په میراثي ډول پاتې دی زه او پلار او ورور مې په اهنګرانو کوڅه کلونه کیږي چې کار کوو او بزګرانو ته مختلف شیان جوړوو، خو کاروبار مو د تېرو کلونو په پرتله ډیر خراب شوی ځکه خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او څوک په اسانۍ زړه نه ښه کوي چې راشي او دلته وسایل واخلي.»

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د اهنګرۍ کوڅه.

شریف الله یو بل اهنګر دی هغه هم ورته شکایت کوي او وایي، د بزګرانو خراب اقتصادي وضعیت او همدراز له بهرنیو ملکونو څخه د يو شمیر کرنیزه وسایلو رالیږدول د دوی پر کاروبار بده اغیزه کړې ده.

د نوموړي په خبره تر هغه وروسته چې په افغانستان کې وضعیت بدل او ورسره جوخت یې په اقتصاد هم ناوړه اغېزه وکړه، د نور روزګارونو ترڅنګ يې د اهنګرۍ کسب هم زیانمن کړی.

هغه زیاتوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې بیلچې، چړې، تبۍ، کولنګ، تبر، رمبي ، لور، ځنځير او نور توکي جوړوي.

شریف الله زیاتوي، له دې مخکې به د هغه په لاس جوړ شوي وسایل د بېلابېلو ولسوالیو کروندګرو کارول خو اوس یې پېرودونکي کم شوي دي.

نوموړی دغه راز د طالبانو له خوا د لوړې مالیې په اخیستو هم نیوکه کوي او وایي، دوی د زیاتې مالیې د ورکړې توان نه لري.

ده وویل:«اوس مو کاروبار بیخي کم شوی ځکه د کرونده ګرو اوعامو خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی؛ نو ځکه خو خلک د کرنیزو وسایلو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.»

باور دا دى چې که د پخوانیو زمانو د صنعت پراختیا لپاره کار وشي او پدې برخه کې د حکومت سربېره خصوصي سکتور پانګونه وکړي، نو چارې به يې پرمختللې او ډېرو خلکو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

د ننګرهار زیاتره کرونده ګر د کرنیزو وسایلو اخیستو په موخه د جلال اباد ښار اهنګرانو کوڅې ته راځي.

رحمت ګل له چپرهار ولسوالۍ د اهنګرانو کوڅې ته د توکو اخیستو په موخه راغلی دی وایي، له دې ځای د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه بزګران وسایل پیري او زیاتوي چې دغلته په لاس جوړ شوي وسایل د خورا ښه کیفیت لرونکي دي.

رحمت ګل زیاته کړه: «کوم کرنیز وسایل چې دلته جوړیږي کیفت یې ډیر ښه دی، ځکه خپل وطنی تولید دی کوم نور کرنیز وسایل چې له پاکستان راځي د هغې کیفیت د دې په پرتله کم دی؛ له دې ځایه کلونه کیږي چې مونږ کرنیز توکي اخلو خو له حکومت غواړو چې له دوی سره دې مرسته وکړي او دا کاروبار دې ورته په عصري بڼه بدل کړي.»

د ننګرهار د اهنګرانو په لاس جوړ شوي توکي.

بلخوا د اهنګرانو ټولنې مرستیال غلام سخي وایي، چې د لوړې مالیې له امله د کسبګرو کارونه خراب شوي دي.

نوموړی زیاتوي، سره له دې چې دوی دودیز کرنیز وسایل جوړوي، خو بیا هم طالبان له دوی لوړه مالیه اخلي چې له امله یې ګڼ شمیر اهنګرانو خپل کسب ته شاه کړې ده.

غلام سخي وویل: «د اهنګرانو کاروبار پخوا ته په پرتله ډیر خراب شوی، ځکه دخلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او مستقیم یې د اهنګرانو په کاروبار هم منفي اغیزه کړې او د دې ترڅنګ له اهنګرانو طالبان ډیره مالیه هم اخلي چې مونږ یې د ورکړې توان نه لري؛ د طالبانو له حکومت غواړو چې مونږ ته دې اسانتیاوې برابرې کړي نه ستونزې.»

اهنګران وایي، که طالبان بهر ته د اوسپنې په لیږد کلک بندیز ولګوي او ترڅنګ يې له بهر هیواد په رالیږدونکو هغه توکو تعرفي لوړې کړي کوم چې په کور دننه جوړيږي، نو له دې سره به تر یوه بریده د دې او دې ته ورته نورو تولیدوونکو کاروباریانو کاروبار ښه شي.

دوی دغه راز د طالبانو له حکومت د لاسنیوي غوښتنه کوي او اندیښنه لري که حکومت یې ملاتړ ونه کړي د وخت په تېرېدو سره به دا دودیز کسبونه له منځه ولاړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه