اطلاعات روز: ارزګان چې د نشه یي توکو له پلوه د افغانستان ستر توليدونکی ولايت ګڼل کيږي سږکال يې اوسيدونکي شکايت کوي چې د طالبانو له لوري د تریاکو پر کاروبار د بندیز له امله یې کوچني اختر ته چمتوالی پېکه شوی دی.
د ارزګان ولايت اوسيدونکی حاجي محمد وايي، چې په تېرو کلونو کې به دوی د اختر د مخه د تریاکو د نیښ او پلور څخه ډیرې پیسې ترلاسه کولې، خو زیاتوي چې سږکال د بې روزګارۍ او پر تریاکو د بندیز له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب او اختر ته پوره چمتوالی نه لري.
نوموړي وویل: «په تېرو وختونو کې به موږ د ترياکو نيښ ته تللو کله چې به راغلو پیسې به ډيرې وې د اختر لپاره چې به زموږ هره څه په کار وو، اخيستل به مو خو سږکال خلک بې کاره دي او ډيرې اقتصادي ستونزې لري ځکه زياتي د اختر لپاره توکي نه اخلي.»
د دې ولايت يو بل اوسيدونکی شېرمحمد هم د خلکو لخوا د اختر لپاره د توکو نه اخيستل اقتصادي ستونزې يادوي او وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر نشه یي توکو بنديز د خلکو پر اقتصادي وضعيت منفي اغيزې کړي او ډيری خلک دامهال د اقتصادي ستونزو سره لاس ګريوان دي.
دی وایي: «سږکال خلک د تېرو کلونو په څير پیسې نه لري ځکه اوس ترياک بند شوي او خلک د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.»
خو د دې ولايت لپاره د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د اختر لپاره چمتوالی زيات شوی او ډير خلک ښار ته راغلي دي.
د ترينکوټ ښار لپاره د طالبانو ښاروال محمدرفيق هنر وويل: «سږکال د نورو کلونو په پرتله په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته ده ځکه امنيت ټينګ شوی.»
سږکال په داسې حال کې پر افغانانو کوچنی اختر راځي چې تازه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP ویلي چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغان وګړو د بې وزلۍ کچه دوه برابره لوړه شوې ده.
