د ملګرو ملتونو وياند: د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره لابي نه کوو

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې آمينې محمد څرګندونو ته تر غبرګونونو وروسته د آنټونيو ګوتريش وياند اسټيفان دوجاريک ويلي، چې دا سازمان د طالبانو لپاره لابي نه کوي.

دوجاريک دا څرګندونې تېره ورځ (چهارشنبه، ۳۰ د وري) د ملګرو ملتونو په مقر کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

ده ويلي، د می میاشتې په لومړيو کې چې کومه غونډه په قطر کې کېږي، په افغانستان کې د يوه مترقي مسير او ګډو موخو لپاره به نړيوال تعامل نور هم پیاوړی کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې امينې محمد په پرينسټون پوهنتون کې د يوې غونډې پر مهال ويلي، چې دا سازمان هوډ لري تر څو په افغانستان کې د وضعيت د لا خرابيدا د مخنيوي لپاره په راتلونکو ورځو کې يوه غونډه راوبولي او د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خبرې وکړي.

د دې دا څرګندونې په افغانستان کې دننه او دباندې له پراخ غبرګون سره مخ شوې او د دې لامل شوې چې د ملګرو ملتونو وياند يې په يوه غونډه کې په اړه وضاحت ورکړي.

اسټيفان دوجاريک ويلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو لپاره لابي نه کوي، بلکې په راتلونکو ورځو کې د کېدونکې غونډې موخه د يوې واحدې تګلارې موندل دي تر څو د افغانستان له وضعيت سره مقابله وشي او د نورې بې ثباتۍ مخه ونيول شي.

همدا راز دوجاريک زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د طالبانو د رسميت پېژندنې صلاحيت نه لري، بلکې د دې سازمان غړي هيوادونه کولای شي چې پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو پر واکمنۍ تر يوه نيم کال زيات وخت اوړي، خو لا هم هيڅ هيواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه