یمن کې لس ډالري مرستې ته د راټول شویو کسانو ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۷۸ تنه وژل شوي

Ansar Allah Houthi Media via AP Photo

اطلاعات روز: د حوثي چارواکو او رسنيو په وينا، د يمن په پلازمېنه صنعا کې د ګڼې – ګوڼې له امله لږ تر لږه ۷۸ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل دي.

دا ګڼه ګوڼه د پرون ورځې (چهارشنبه، ۳۰ د وري) په وروستيو کې هغه وخت جوړه شوه چې په سلګونو خلک د پلازمينې صنعا په يوه ښوونځي کې د لس ډالره مرستې تر لاسه کولو ته را غونډ شوي وو. دا مرستې د يو شمير سوداګرو له خوا ويشل کېدلې تر څو د روژې وروستۍ ورځې ولمانځي.

عيني شاهدانو عبدالرحمان احمد او يحی محسن اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي، چې وسله والو حوثيانو د خلکو د کنټرولولو لپاره ډزې وکړې، خو مرمۍ د برېښنا پر مزو ولګېدې چې له امله يې د خلکو تر منځ وارخطايي ګډه شوه.

د حوثي ټلويزیون المسيره له لوري په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې مړي يو پر بل برسيره پراته دي او خلک پرې خېژي تر څو ځان وباسي.

د AFP خبري اژانس د يوه حوثي چارواکي له خولې ويلي چې تر ۳۰۰ زيات کسان ژوبل شوي دي. په صنعا کې د الثوره روغتون د مرستيال مشر حمدان بغاري په وينا چې روغتون ته لږ تر لږه ۷۳ مړي ور وړل شوي دي.

د حوثيانو تر کنټرول لاندې د کورنيو چارو وزارت وياند ډګروال عبدالخالق الاغري دا پېښه غميزه بللې او ويلي يې دي ملامتيا د هغو ده چې له سيمه‌ييزو چارواکو سره له همغږۍ پرته مرستې وېشي.

د وزارت په وينا کومو دوو سوداګرو چې دا مرستې وېشلې هغوی نيول شوي دي. حوثيانو ويلي چې دوی به هرې هغې کورنۍ ته چې خپلوان يې وژل شوي ۲ زره ډالر تاوان ورکړي او ژوبلو ته به ۴۰۰ ډالر ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه