اطلاعات روز: د هیواد له نورو ولایتونو سربیره د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هم د کوچني اختر په ورځو کې د وچې مېوې د پېر او پلور بازار تر بل هر وخت ګرم وي.
عام خلک د وچې میوې له لوړو بیو شکایت کوي او وایي، اقتصادي ستونزو ته په کتو ډېری خلک زړه نه ښه کوي چې د اختر لپاره وچې میوې او نورو لومړني خوراکي توکي واخلي.
د ننګرهار یو اوسیدونکی شیرمحمد وایي، که څه هم ډېره برخه وچه مېوه په هیواد دننه ترلاسه کېږي خو هر کال یې د اخترونو په رارسېدو سره بیې لوړېږي، چې لامل یې د مسوولو ادارو له لوري په بازار نه څار یادوي.
شیرمحمد زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې د وچې میوې نرخونه لوړ شوي د اختر په دې شپو او ورځو کې له ښاروالۍ غوښتنه کوو، چې باید د نورو توکو سره سره د وچې میوې نرخونه هم کنټرول کړي؛ وچې میوې بېې دومره لوړې شوي چې بې وزله خلک یې د اخیستلو توان نه لري.»

د عامو خلکو په وینا له یوې خوا اقتصادي کمزورتیا او له بلې خوا وزګارتیا د دې لامل شوي، چې ګڼ خلک له وچو او تازه مېوو بې برخې پاتې شي.
بلخوا جلال اباد ښار کې د وچې میوې یو پلورونکي سلیمان د تیر کال په پرتله سږنی کوچنی اختر کمرنګه بولي او لامل یې په هیواد کې د بې وزلۍ کچې لوړوالی یادوي.
سلیمان زیاتوي: «د تیر کال په پرتله د وچې میوې او نورې د اختر میوې بیې کمې شوي، خو بازار یې نشته ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او خلک د غریبۍ له امله زړه نه ښه کوي چې سودا واخلي.»
که څه هم خلک شکایت کوي چې په بازارونو کې د وچې میوې بیې لوړې شوي، خو جلال اباد ښار کې د وچو میوو د اتحادې مرستیال دین محمد ساحل د تیر په پرتله د وچې میوې دبیو د ټیټوالي خبره کوي او وایي، له ښاروالۍ سره یې په همغږۍ د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د وچې میوې نرخونه ټاکلي دي.
ساحل زیاته کړه: «د تیر کال په پرتله د وچې میوې بیې کمې شوي ځکه سږکال د وچې میوې حاصلات ښه وو، خو خلک بې وزله دي او اقتصادي وضعیت یې خراب دی نو ځکه خو شکایت کوي چې بیې لوړې دي.»
په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد وایي، چې په ښار کې یې د وچې میوې او نورو خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په برخه کې ځانګړی کمیسیون ګمارلی چې دنده یې د نرخونو کنترول دی.
مراد زیاته کړه: «د نرخونو د کنټرول کمیسیون د ښار په مختلفو برخو کې نظارت ترسره کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له ټاکلې نرخنامې په لوړه بیه توکي وپلوري.»
خلک داسې مهال اختر لپاره د وچو مېوو او د نورو لومړینو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاري اوج ته رسیدلې او ځینې خلک آن له داسې وضعیت سره مخ شوي چې د لومړنیو توکو د پېرلو توان هم نه لري.
