طالبانو د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ۱۷۰ هټۍ وتړلې

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یې د ښاروالۍ د اصولو څخه د سرغړونو په تور ۱۷۰ هټۍ تړلې دي.

د ارزګان ولايت د ترينکوټ ښار لپاره د طلبانو ښاروال محمد رفيق هنر وايي، چې دغه هټۍ يې د توکو د لوړو قيمتونو او تر وخت تېرو خوراکي توکو د پلورولو له امله تړلي دي.

نوموړی زیاتوي، په لومړی ځل يې په ښار کې د تاریخ تېره خوراکي توکو د راټولولو کمپاین پېل کړی دی.

هغه زياته کړه: «د اختر په شپو او ورځو کې خلک ډير توکي اخلي موږ په همدې هدف ښار ته راغلي يو، چې تر وخت تېر توکي راټول کړو ترڅنګ يې هغه کسان چې په لوړ قيمت توکي پلوري هټۍ يې ور تړل کيږي، تر اوسه پورې موږ ۱۷۰ هټۍ تړلي چې د ښاروالۍ د اصولو څخه يې سرغړونه کوله.»

په ورته وخت کې عام خلک لاهم شکايت کوي چې د خلکو اقتصادي وضعيت ته په کتو ورځ تربلې د خوراکي توکو قيمتونه لوړيږي.

دوی د طالبانو د ښاروالۍ د دغه اقدام هرکلی کوي او وایي، چې هغه کسان دې مجازات شي چې تاریخ تېره توکي پلوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه