اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو چارواکو ويلي، که ونشي کولای چې طالبان قانع کړي چې ښځو ته د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار اجازه ورکړي، نو دا سازمان تيار دی چې له افغانستانه د وتلو «زړه بوږنوونکې» پرېکړه وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختيا د برنامې مدير آخيم اشتاينر اسوشيټيډ پريس ته ويلي، چې د دې سازمان چارواکي اوس مهال له طالبانو سره په دې هيله مذاکرات کوي چې دا ډله په هغه حکم کې استنثا ومني چې ښځې د ملګرو ملتونو له سازمان سره له کار کولو منع کوي. د ده په وينا، بشري حقوق د مذاکرې وړ موضوعات نه دي.
ده ويلي: «منصفانه به وي که ووايم چې چيرته اوس موږ يو، نو د ملګرو ملتونو د سازمان ټول سيسټم بايد يو ګام شاته ولاړ شي او په هغه ځای کې د فعاليت کولو لپاره د خپلې وړتيا ارزونه وکړي.»
د ده په وينا، که طالبان له خپلې پرېکړي پر شا نشي، نو ملګري ملتونه به په می مياشت کې له دې هيواده ووځي.
اشتاينر ويلي: «زه فکر کوم چې له زړه ماتې پرته بله لار نشته. مطلب مې دادی چې که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان نشتون تصور کړم، نو د هغو ميليونونو نجونو، هلکانو، پلار او مور انځورونه مې مخ ته درېږي چې کافي خوراک به ونه لري.»
د ملګرو ملتونو د پراختيا دفتر هم وايي، چې د ۳۰ سلنه مرستو د کمېدو وېره شته او د کمېدو په صورت کې به د افغانستان اقتصاد کوچنی شي، انفلاسيون زياتېږي او نغدې پیسې کمېږي.
نړيوال چارواکي وايي، چې په نړۍ کې نورو بحرانونو ته د مرستندويانو د پاملرنې او په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بنديز له وجې به له افغانستان سره مرسته کمه شي.
اشتاينر هم زیاته کړې، چې په افغانستان کې يو شمير اقتصادي ستونزې د طالبانو د هغو سياستونو له کبله دي چې ښځې له کار کولو راګرځوي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په ۲۰۲۲ کې د افغانستان سړي سر عايد به له ۳۶۹ څخه په ۲۰۲۳ کې ۳۴۵ ته را کم شي.
