خوست میشتي: طالبان دې هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې بې کیفیته توکي پلوري

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: خوست د هیواد له سوداګریزو ولایتونو ګڼل کیږي او خورا زیات نفوس پکې استوګنه کوي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې خوراکي توکي د داخلي فابریکو ترڅنګ هټۍ وال په پرچون ډول هم په خلکو پلوري، خو د روژې له پېل تر دې مهال  په دې ولایت کې د کم کیفیته او له وخت تېرو خوراکي توکو پلور زیات شوی او د خلکو نیوکې یې راپارولي دي.  بل لورته بیا دغه ولایت لپاره د طالبانو د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي، چې تېره ورځ یې ۲۰ ټنه بې کیفتیه او تاریخ تېره خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.

د مرکز یو اوسېدونکي نور جمال اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ځینې هټۍ وال او سوداګر د روژې په رارسېدو هغه توکي چې کیفیت یې کم او یا یې هم موده تېره شوې وي، بازار ته وړاندې کوي چې خلک یې له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په ښار کې تر ډېره د نوشابې سربېره نور توکي په خورا ټیټ کیفیت پلورل کیږي چې د مخنیوي لپاره یې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او له پلورونکو سره قانوني چلند وشي.

هغه داسې وویل: «زما غوښتنه له ښاروالۍ ریاست څخه دا ده چې د بې کیفیته توکو د مخنیوي لپاره دې جدي راپورته شي او هغه دوکانداران چې دغه توکي خرڅوي نو سخته سزا دې ورکړي.»

د دې ولایت یو بل اوسېدونکي شاهد وفا هم د ټیټ کیفیته توکو په پلور نیوکه کوي او زیاتوي چې ځینې هټۍ وال د ولس له مجبوریته ناوړه استفاده کوي او د خپلې ګټې لپاره پرې له وخته تېر او یا هم ټيټ کیفیته توکي پلوري چې د هغه په خبره دې چارې په خلکو کې ګڼې ناروغۍ پیدا کړې دي.

وفا وویل: «دلته دا مرضونه چې را ډېر شوي دي د دې لامل د ا دی چې کوم خوراکي توکي چې مونږ استفاده کوو، د هغوی کیفیت کم دی.»

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ښاروالۍ ریاست تېره ورځ (دوشنبه، ۲۸ د وري) په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د خوست ښار له بېلابېلو هټيو یې ۲۰ ټنه هغه خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او له منځه وړي چې کیفیت یې کم او یا هم له خپلې ټاکلې مودې تېر شوي وو.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کار پر مهال یې نورو هټۍ والو ته د پیغام رسولو لپاره یاد توکي په موټریز کتارونو کې په ښار هم وګرځول او هټۍ والو ته یې خبرداری ورکړ، چې د دا ډول توکو له پلور ډډه وکړي.

دوی په دې برخه کې له ښاریانو هم غوښتنه کړې چې د کم کیفیته او له وخت تېرو توکو پېر او پلور پر مهال دې د ښاروالۍ ریاست له کارمندانو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روژې مبارکې میاشتې له پېل وروسته په ګڼو ښارونو کې د ټیټ کیفیت توکو د پلور سربېره د توکو بیې هم لوړې شوي چې شته اقتصادي ستونزو ته په کتو یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه