د نورستان کامدیش ولسوالۍ د «کشتوز» قوم وګړي له کلونو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

اطلاعات روز: د نورستان د کامدیش ولسوالۍ اړوند د «کشتوز» قوم لسګونه کورنۍ له ۲۶ کلونو دښمنۍ وروسته خپلو کورنو ته ستنې شوې دي.

د کشتوز قومي مشر نورمحمد وایي، چې د دوی دښمني د کامدېش له قوم سره وه چې د قومي مشرانو په منځګړتوب یې روغه کړې ده.

نوموړی زیاتوي د یاد قوم لسګونه کورنیو کابو دوه نیمې لسیزې مخکې د ځمکې پر سر د دښمنۍ له امله خپل کورونه او کلی پرېښي وو، چې له امله یې د ځاني زیان ترڅنګ په زیاته اندازه مالي زیانونه هم لیدلي دي.

د هغه په خبره خوښ دي، چې خپلو مېنو ته ستنیږي خو زیاتوي کورونه یې وران شوي او د استوګنې لپاره مناسب ځای نه لري.

نورمحمد زیاته کړه: «څو ورځې کیږي چې له کلونو وروسته د قومي مشرانو په روغې جوړې خپل کلي ته راستانه شوي یو، خو کورونه مو ویجاړ شوي او اوس په خېمو کې ژوند کوو چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان یو؛ د ښوونځي تعمیر دروازې نه لري او ځینې برخې یې تخریب شوي هم دي چې د زده کړو لپاره مناسب نه دی.»

خپلو سیمو ته ستنې شوې کورنۍ وایي، د مالي زیان کچه یې دومره لوړه ده چې اوس یې په سیمه کې د اوسېدو ځای نشته او اړ دي کورونه له سره اباد کړي.

ځایي اوسېدونکی بشیراحمد وايي، د لومړنیو اړتیاو د نشتون ترڅنګ په خپل کلي کې له پخوانیو ناچاوده ماینونه هم ویره لري.

دوی د نورستان له ولایتي ادارې او مرستندویه بنسټونو په سیمه کې د روغتیا، بیارغونې او پوهنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

بشیراحمد زیاته کړه: «د کامدیش ولسوالۍ د کشتوز قوم له زیاتو ستونزو سره مخ دی، هیڅ د ژوند تیرولو امکانات نه لري کورونه ویجاړ شوي او په دې برخه کې د حکومت او موسېساتو مرسته مهمه ده، په دې سیمه کې کلونه وخت جنګ تیر شوی او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ دي، له حکومت د سړکونو، روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې د مرستې غوښتنه کوو.»

بلخوا د نورستان لپاره د طالبانو والي محمد آغا حکیم وایې، چې د یادې سیمې د خلکو ستونزو ته د حل په برخه کې یې هلې ځلې ګړندۍ کړي دي.

 د نوموړي په خبره د مرستندویه ادارو په مرسته په پلان کې لري، چې د یاد قوم ستنو شویو ۳۷۵  کورنیو ته کورونه جوړ کړي. 

والي محمد آغا حکیم زیاته کړه: «د نورستان کامدیش ولسوالۍ اړوند کشتوز قوم لپاره به د موسېساتو په همکارۍ ۳۷۵ کورونه جوړیږي او دغه راز به یې سیمې ته سړک او کانالونه هم جوړیږي او همدا ډول د سویډن کمېټې له لوري په یاده سیمه کې د روغتیا په برخه کې د مرستې ژمنه کړې.»

 نورستان دهیواد په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې اوسیدونکي یې د ژوند له نورو اسانتیاوو نشتون سربیره د روغتیایي په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

دوی له حکومتي چارواکو او نورو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې په روغتیایي برخه کې دغه ولایت ته پاملرنه ډیره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه