پکتیکا کې د یوه تورن کس د نیولو لپاره د طالبانو مرګوني عملیات؛ نهه کسان څنګه ووژل شول؟

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د یوه تورن کس د نیولو لپاره د طالبانو د عملیاتو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي. پردې عملیاتو سختې نیوکې شوي او نیوکه کوونکي د طالبانو دا عمل غیر مسلکي او ناسم یادوي.

 په وژل شويو کسانو کې تورن کس، د هغه دوه مېرمنې او د یرغمل شوې کورنۍ درې میرمنې او درې ماشومان شامل دي.

پیښه څنګه رامنځته شوې؟

دا پېښه د تېرې جمعې شپه (۲۵ د وري) د خیرکوټ ولسوالۍ په «پاینده خېلو» سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وایي، پیښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د نیاز محمد په نوم یو وسله وال کس په یو کور کې له نظامي طالبانو د ځان ژغورنې لپاره ښځې او ماشومان برمته کړل او وروسته پرې طالبانو نظامي عملیات ترسره او نښته رامنځته شوه، چې یاده مرګ ژوبله یې واړوله.

ویل کېږي چې نیاز محمد د خپل خسر په وژلو تورن و.

د خلکو نیوکې او د طالبانو غیر مسلکیتوب

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د یو مجرم د نیولو لپاره دا ډول عملیات ترسره کول د طالبانو په غیر مسلکیتوب دلالت کوي او ټینګار کوي چې د پېښې د پلټنې ترڅنګ دې په راتلونکي کې د دا ډول ناوړه اقداماتو مخه هم ونیول شي.

دوی وایي، که یاد کسان د هر لوري لخوا وژل شوي وي، خو ګرم پکې طالبان دي.

د ښرنې یو تن اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل: «مونږ په تېر نظام کې دا ګیله کوله چې شپني عملیات کوي، په خپل سر په کورونو چاپې وهي خو هلته یوه خبره دا وه چې ملکیان یې د مجرمینو نیولو لپاره نه قرباني کول، دا څنګه عملیات دي او دا څنګه روزنه ده چې یو مجرم په یو کور کې ایسار دی او ته ورځې د هغه لپاره ټوله کورنۍ قرباني کوې، که دا کار مجرم کړی وي یا طالبانو خو مسوول پکې طالبان دي.»

طالبان څه وایي؟

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس محمد آمین حذیفه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نیازمحمد په نوم یو کس څلور کاله وړاندې خپل خُسر وژلی و او یو ځل بیا یې غوښتل چې د سیمې مشران او خپلوان ووژني، چې د نیولو لپاره یې عملیات ترسره شول.

حذیفه زیاته کړې چې دا عملیات له ۳۳ ساعته انتظار وروسته د شپې دوه بجې د ګډو امنیتي ارګانونو ترمنځ په همغږۍ ترسره او په بریالي توب یې په لېزر سره یاد مجرم له منځه یوړ.

 خو په خبره یې چې وروسته  یې دوو مېرمنو چې له نوموړي سره یې په دغه کور کې پناه اخیستې وه، د وسلې په ذریعه د یاد کور درې ښځې او درې ماشومان ووژل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې پنځه نور ټپیان کړل، چې وروسته دغه مېرمنې هم د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شوې.

د یادونې ده، چې په دې پېښه کې د وژل شوي کس په ګډون د هغه دوه مېرمنې او په هغه کور کې چې دوی په کې پناه اخیستنې وه، درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه