اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۰متره ژورې څاه ته لویدلي ماشوم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د دې ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د امنیت امر امین وایي، یاد ماشوم درې کاله عمر درلود او نن (یکشنبه، ۲۷ د وري) سهار ۸:۰۰ بجې ۱۰۰ متره ژورې برمې ته لویدلی و.
نوموړی زیاتوي، چې د دوی تخنیکي ټیم تر دوو ساعته هڅو وروسته یاد ماشوم ژوندی وِژغوره، خو د ترینکوټ په روغتون کې یې ساه ورکړه.
په سویلي ولایتونو کې د پسرلي موسم په پېل او د اوړي موسم په رانږدې کیده سره بزګران د خپلو کښتونو د خړوبولو لپاره له ژورو څاه ګانو ګټه پورته کوي چې ډیر کله د کورنیو د نه پاملرنې له امله په سرخلاصې څاه ګانو کې ماشومان لویږي.
که څه هم تېرکال د طالبانو سرپرست حکومت د سرلوڅو څاګانو د سرونو د پټولو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړی و، خو داسې ښکاري چې خلکو په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.
