اطلاعات روز: د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف په قطر کې وروستۍ جوړې شوې غونډې ته چې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پکې ګډون کړی و، غبرګون ښودلی او له دې امريکايي ډيپلوماټ څخه يې غوښتي چې معترضې ښځې، څنډې ته کړل شوې ډلې او د قربانيانو کورنۍ د افغانستان په اړه له خبرو مه حذف کوئ.
دا غونډه «د افغانستان د راتلونکي فکر فورم» له لوري د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه.
توماس وېسټ پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان د کړکېچ د حل کولو لپاره د خبرو ملاتړ کړی او له وسله والې مبارزې سره يې مخالفت ښودلی دی.
د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دې غونډې د افغانستان د وګړو له «دردناکو واقعيتونو» انکار کړی او داسې غونډې «يوازې د طالبانو سپينول او له دې ډلې سره د امريکا د ناکامې سولې د اجنډا پلي کول دي».
معترضو ښځو ويلي، چې داسې فورمونه او غونډې مشروعيت نه لري چيرته چې د «طالبانو د جنايتونو» د قربانيانو استازي، د معترضو ښځو استازي او د قومونو او څنډې ته کړل شويو ډلو بامعنا ګډون نه وي.
د معترضو ښځو په اعلاميه کې راغلي: «موږ له توماس وېسټ او د افغانستان له نورو نړيوالو شريکانو په غوڅ ډول غواړو چې معترضې ښځې، قومونه او څنډې ته کړل شوې ډلې او د قربانيانو کورنۍ دې له هغو خبرو نه حذف کوي چې د دوی او د خاورې د برخليک په اړه يې دي او د بې عدالتۍ او ځپنې د دوام عامل دې نه کېږي.»
ټاکل شوې چې توماس وېسټ متحده عربي اماراتو او ترکيې ته هم سفر وکړي او د دې دوو هيوادونو له چارواکو او په تبعيد کې د افغانستان له مدني ټولنې، سياسي رهبرانو، خبريالانو او د بشري حقونو له فعالانو سره وويني او خبرې ورسره وکړي.
