اطلاعات روز: خوست کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت د مرکز اړوند «فارم باغ» سیمه کې «وسله والو غلو» یو ټکسي چلوونکی په ډزو سره وژلی دی.
په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې دا پېښه وړمه ورځ (جمعه، ۲۵ د وري) هغه مهال رامنځته شوې کله چې څو تنو د «فیض محمد» په نوم د یو الټو ډوله موټر چلوونکی له ځانه سره کرایه کړی او فارم باغ سیمې ته په رسېدو یې وژلی او وروسته یې د هغه موټر هم له ځانه سره بیولی دی.
د خوست ښاریانو په دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي، چې نوموړی د خپلې کورنۍ یوازینی سرپرست و او د خپل موټر په ګټې وټې به یې شته اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.
ښاریان د طالبانو له امنیتي ادارو د دا ډول تکراري پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي او وايي، دا په روانه میاشت کې څومه پېښه ده چې په ښار او اړونده ولسوالیو کې رامنځته کیږي.
که څه هم د خوست لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو بېګاه شپه له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې له تېرې اونۍ راهیسې یې د کشفي راپورونو پر اساس ۱۱ کسان د غلا او نورو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د خوست په فارم باغ سیمه کې دا پېښه په داسې مهال رامنځته کیږي، چې همدا درې ورځې وړاندې د ښار په منځ کې دوو وسله والو کسانو یو صراف په خپل دوکان کې په ډزو وواژه او برید کوونکي هم له سیمې په تېښه بریالي شول.
