اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې «نامعلومو وسله والو» د دې ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
کندهار ښار کې د طالبانو امنيتي مسوولين وایي، دغه پیښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۳ د وري) د دې ښار د نهمې حوزې اړوند سیمې «شاولیکوټ پمپ» ته څیرمه رامنځته شوې ده.
د دوی په وينا، وژل شوی کس نور احمد نومېږي او د کندهار ښار د دوهمې حوزې اصلي اوسيدونکی و.
مسوولین زیاتوي، وسله وال د نور احمد د وژلو وروسته له سیمې تښتیدلي او دوی یې په اړه پلټنې پېل کړې دي.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د کندهار ښار په مختلفو سيمو کې د جنايي پېښو پرمهال يو شمېر خلک هدف ګرځېدلي او وژل شوي.
