افغانستان کې د نفوسو او بې وزلۍ د دوامدارې ودې خبرداری

بې وزلۍ او پرلپسې زېږونو يې ژوند تروړلی دی. سره له دې چې د ژوند په درېيمه لسيزه کې ده، خو ناخوښه او تر خپل عمر مشره ښکاري. مريم وايي چې په هغه وخت کې يې فکر نه و کړی چې د پرلپسې زېږونو له امله يې ځان زيانمن کړی او اولادونه يې خوار کړي دي. «بس اولادونه مې راوړل. نه راته پښې پاتې شوې او نه ملا. هر يو جلا – جلا درد کوي او ماشومان هم په سم ډول نه تغذيه کېږي او نه ورته رسيدګي کېږي. اوس يې هم نه په سر پسې رسيدلای شو او نه په پښو پسې.»

دا د يوولسو اولادونو مور ده. د دې په وينا چې د اولادونو تر منځ يې واټن تر دوو کلونو کم دی. دا زياتوي چې د لومړنيو اتو اولادونو پر مهال يې د اولاد د مخنيوي فکر نه کاوه او پاتې درې نور اولادونه يې نه غوښتل، خو پيدا شول. دې کورنۍ دوه کاله وړاندې په غور کې ژوند کاوه. د ناامنۍ له پېلېدو سره يې دا ولايت د کابل په مقصد پرېښود، تر څو وکولای شي چې په دې ښار کې د خپلو اولادونو لپاره ښه ژوند جوړ کړي. د کار د نشتون او د فقر په منځ کې د هرې ورځې په تېرېدو يې خپلې هيلې بايللې دي.

د مريم په وينا، د کابل تر سقوط وړاندې د ډوډۍ د پيدا کولو لپاره چاته اړ نه وو، خو اوس حتا د يوه وخت د ډوډۍ په پيدا کولو کې له ستونزو سره مخ دي. له همدې وجې يې په جدي توګه دا فکر پېل کړی دی چې د هغو اولادونو د پيدا کېدو مخه ونيسي چې زېږېدل يې نه غواړي. مريم وايي چې د اولاد د مخنيوي له وجې يې اوس تر ټولو کوچنی اولاد څلور کلن دی. مريم د افغانستان يوازينۍ کورنۍ نه ده چې زيات اولادونه لري. په افغانستان کې د اولادونو د شمېر د کنټرولولو کوم محدوديت نشته او کورنۍ کولای شي چې دومره اولادونه راوړي چې خوښه يې وي او د هيواد نفوس زيات کړي.

له دې سره – سره، ديني باورونه او قانون د حمل د غورځولو مخنيوی کوي. له ديني باورونو سره سم، د سړي او ښځې تر يو ځای پرېوتلو ۴۸ ساعته وروسته نطفه جوړه شوې او يو ژوندی موجود دی. د نطفې له منځه وړل قصدي قتل ګڼل کېږي.

ناسم معلومات

سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان دولت د نړيوالې ټولنې په همکارۍ هڅه وکړه چې د روغتيايي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی وکړي او روغتيايي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي کچه لوړه کړي، خو له دې سره – سره ډېری خلک د پوهاوي د نشتون او د امیندوارۍ د مخنيوي لارو-چارو ته د نه لاسرسي له وجې په غير ارادي توګه اولادونه راوړي.

مريم چې د يوولسو اولادونو مور ده، وايي چې په غور کې يې کور له روغتيايي مرکزه پنځه ساعته لېرې و او د دې فاصلې تر وهلو وروسته يې هم د کورني تنظيم د برنامې په اړه دقيق معلومات نه دي تر لاسه کړي. «په غور کې خلکو ته د اولادونو د مخنيوي په اړه  معلومات په سم ډول نه ورکول کېږي. زه به هر وخت روغتيايي مرکز ته تلم، روغتيايي کارمند په سم ډول لاښوونه نه کوله، ما هم له کومې برنامې پرته دواوې کارولې او ځينې وخت به مې هيڅ نه کارولې.»

د تېرکال ثور میاشت کې په ننګرهار کې یوې میرمنې پنځه اولادونه زیږولي وو. انځور: خواله رسنۍ

د دوه ګونو او څو ګونو زياتوالی

په همدې حال کې، نسايي ولادي ډاکټران وايي، چې د امیندوارۍ د مخنيوي درملو په کارولو کې د منظم پروګرام نشتون د دې لامل کېږي چې د افغانستان نفوس په چټکۍ زيات کړي او هم د دوه ګونو او څو ګونو د زېږېدنې پېښې زياتې شي.

د روغتيا او زېږېدنې د رياست سرپرسته ډاکټر نفيسه سهاک وايي، چې د وراثت د عواملو تر څنګ، د تخمونو دوه ګوني توب، د اولاد زېږولو درمل او د اولاد زېږونې د درملو نامنظم استعمال د دې لامل شوی دی چې د دوه ګونو او څو ګونو د زېږېدو کچه زياته شي.

ملالۍ د کابل اوسېدونکې او د پنځو اولادونو مور ده. دا وايي چې يو ځل بيا په غير ارادي توګه پر درې ګونو امیندواره ده. «د امیندوارۍ لپاره مې تياری نه درلود. ورځ په ورځ مې نس غټېده، تر دې چې نږدې ډاکټر ته ورغلم، هغه راته وويل چې د درې ګونو نجونو حامله يم.»

نارينه اولاد

په افغانستان کې نارينه سالاري د کورنيو د اولادونو د زياتېدو يو بل لامل دی. ډېری کورنۍ د نارينه اولاد درلودلو لپاره د اولاد راوړلو اقدام کوي. ځينې يې د نارينه اولاد راوړلو لپاره څو ښځې کوي.

لیلا نهه لوڼې لري، دې د دې لپاره چې يوازينی زوی يې بې وروره نشي، اووه نورې لوڼې دنيا ته راوړې دي.

ديني  باورونه

انجيلا بابري چې د دریو ماشومانو مور ده، وايي چې په افغانستان کې ډېری کورنۍ ځکه له کوم پروګرام او فاصلې پرته اولادونه راوړي چې باور لري روزي ورکوونکی خدای دی او زور يې ځمکه وړي.

کورنۍ سيالۍ

له ديني باورونو سره – سره، کورنۍ سيالۍ هم د دې لامل کېږي چې کورنۍ زيات اولادونه وزېږوي.

ثنا د يوې درې کلنۍ نجلۍ مور ده. دا وايي: «که په افغانستان کې يوه ښځه بې‌کاره وي، نو ورته ويل کېږي چې تر بې‌کاره ناستې اولاد راوړل ښه دي. ان زړې ښځې د ملامتۍ په انداز وايي چې فلانۍ دومره اولادونه راوړي دي، ما اته اولادونه راوړي دي، ستا څه کم دي او څه بلا وهلې يې؟»

ثنا وايي چې کورنۍ يې ترې غواړي چې يو بل اولاد راوړي.

غور کې یوې میرمنې څلور ماشومان مخکې له وخت زیږولي چې ډاکټرانو تر خپلې څارنې لاندې نیولي. انځور: خواله رسنۍ

د کورنۍ د تنظيم برنامه

په داسې حال کې چې په مزار شريف او کابل ښارونو کې يو شمير ډاکټران وايي، چې د روغتيا وزارت دوی منع کړي دي چې د حمل د مخنيوي په برخه کې خدمات وړاندې کړي، خو د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتيا وزارت د روغتيا او زېږون رياست دا خبرې ردوي. د دې رياست سرپرسته ډاکټره نفيسه سهاک ټينګار کوي چې د نفوسو د کنټرول برنامه د تېر په څېر دوام لري. دا زياتوي: «دا خبر چې ګويا د افغانستان د روغتيا وزارت د حمل د مخنيوي برنامه درولې ده، ناسمه ده. همدا اوس ټولې موسېسې او دولتي او شخصي روغتيايي مرکزونه د زېږون تر منځ د فاصلې ورکولو برنامې په منظم ډول او له کومې ځنډ پرته فعاليت کوي او دوام لري.»

ډاکټر سهاک د زېږون تر منځ فاصلې د خلکو لپاره د عامې روغتيا وزارت تر ټولو اغېزناکه برنامه يادوي او وايي، چې د کورنۍ د تنظيم روشونه د ژوند کيفيت ښه کوي، د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه کموي، د غير ارادي زېږون او پرلپسې زېږېدنو مخنيوی کوي. «د کورنۍ د تنظيم برنامه داسې موضوعات را اخلي چي ښځه او مېړه پکې کولای شي په اګاهانه او ازاده توګه يو روش انتخاب کړي او خپلو اقتصادي امکاناتو، رواني او جسمي قدرت ته په کتلو د خپلو اولادونو شمير تنظيم کړي.»

د دې ډاکټر په وينا، د کورنۍ د تنظيم برنامه، د عادي زېږېدنو تر منځ د درې کلن ځنډ د فاصلې مراعتول د نفوسو د کنټرول لامل کېږي، خو په ډېری مواردو کې دا برنامه په سم ډول نه تطبيقېږي.

د ماشوم او ميندې د مړينې کمښت

د کورنۍ د تنظيم د برنامې له نه تطبيقېدلو سره – سره، د ماشومانو د مړينې کمېدل د نفوس د زياتېدلو يو بل لامل ګڼل کېږي.

د مور د روغتيا او حامله‌توب د رياست سرپرسته ډاکټره نفيسه سهاک وايي، چې د مور او ماشوم لپاره د خدماتو په پراختيا سره د ښځو او ماشوم د مړينې کچه کمه شوې ده. سهاک وايي چې د هيواد ۹۰ سلنه وګړي کولای شي چې حد اکثر په دوه ساعته پياده مزل کولو سره روغتيايي مرکزونو ته ورسېږي او له روغتيايي خدماتو ګټه واخلي. د اغلې سهاک په وینا، اوس مهال ۵۸.۸ سلنه زېږېدنې د ماهرو قابلو په حضور کې کېږي او ۶۳.۸ سلنه ښځې د امیندوارۍ پر مهال له روغتيايي څارنې ګټه اخلي. دا زياتوي: «ځينې لاسته راوړنې بايد کمې ونه ګڼل شي. په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې له هرو سل زره زېږېدنو څخه يو زر او ۶۰۰ ماشومان مړه کېدل چې په وروستيو کې د روغتيايي خدماتو په پراختيا سره دا شمېره ۶۳۸ ته راکمه شوې ده.»

اغلې سهاک ټينګار کوي چې دې شمېرو د دوو وروستيو کلونو پر مهال تغيير نه دی کړی.

خبرداری

په دې فقير هيواد کې ډېری کورنۍ اولادونه خوښوي؛ هغه چاره چې افغانستان يې له کومې برنامې پرته د نفوسو له ودې سره مخ کړی دی. دا وده د فقر د پراختيا له وجې په يوه جدي خطر بدله شوې ده او د کرونا وبا خپرېدلو او سياسي بې ثباتۍ نور هم دا خطر جدي کړی دی.

په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدلو پر مهال عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتي و چې دا وخت دې اولادونه نه راوړي. خو د دې وزارت شميرې ښیي چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د پراخو بنديزونو پر مهال په يوه کال کې د زېږېدنو کچه له ۶۵۷ زره څخه يو ميليون ته ورسېده. دا شمېرې په وروستيو دوو کلونو کې له بې‌کارۍ او فقر سره هم مهاله مخ پر زياتېدو دي.

اوس د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې تر يو ميليون او ۲۰۰ زره ډېر ماشومان په افغانستان کې پيدا شوي دي او دا شميرې به په ۱۴۰۲ کال کې همداسې روانې دي.

تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې د احصائيې او معلوماتو ادارې هم ويلي و، چې د افغانستان نفوس له ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۰ لمريز کال پورې د ۲.۱۴ سلنې په وده سره له ۳۲.۴ ميليون څخه ۳۴.۳۲ ميليونه وګړو ته لوړ شوی دی. په دې منځ کې د هيواد له نفوسو څخه ۴۷.۵ سلنه وګړي تر ۱۵ کلنۍ کم عمر لري، هغه افراد چې د هيواد په اقتصادي وده کې رول نه لري.

د هيواد د جمهوري نظام اقتصاد وزارت په ۱۳۹۷ کال کې ويلي و، چې افغانستان په يوه کال کې په ۶۵۷ زره زېږېدنو سره د نفوسو له ۲.۴ سلنې ودې سره مخ دی او تر راتلونکو ۵۰ کلونو پورې به د افغانستان نفوس درې برابره وي.

په داسې شرايطو کې چې اقتصادي وده نشته او کافي کاري فرصتونه شتون نه لري، د نفوسو وده افغانستان د بشري بحران لور ته وړي. په هغه وخت کې د اقتصاد وزارت وزير مصطفی مستور ټينګار کړی و، چې د افغانستان د نفوسو چټکه وده په کال کې اته سلنه اقتصادي ودې ته اړتيا لري. اوس مهال په افغانستان کې د مرستندويه بنسټونو له شمېرو سره سم، تر ۲۸ ميليونه ډېر وګړي د ژوند د دوام لپاره بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه