اطلاعات روز: د طالبانو د کابینې د پرېکړې له مخې، د برېښنايي پېژندپاڼو بيه ۵۰۰ افغانۍ او د کاغذي پېژندپاڼې او د هغې د تاييدۍ بيه ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د طالبانو د چارو ادارې په خپرپاڼه کې چې نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) خپره شوې ويلي، چې د پېژندپاڼې بيه د احصائيې او معلوماتو د ادارې په غوښتنه لوړه شوې ده.
د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د برېښنايي پېژندپاڼې بيه ۱۰۰ افغانۍ او د کاغذي پېژندپاڼې بيه ۱۰ افغانۍ وه.
طالبانو تر واکمنېدو وروسته د برېښنايي پېژندپاڼې بيه ۳۰۰ افغانۍ ته لوړه کړې وه او اوس يې نورې ۲۰۰ هم پرې زياتې کړې دي.
د طالبانو د کابينې د پرېکړي له مخې، د ماشومانو لپاره د زېږون کارډ بيه ۲۰۰ افغانۍ او د لويانو لپاره ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
همدا راز په غياب کې د نوې پېژندپاڼې ورکړه، يا يې د مثنا اخيستل او يا يې هم تاييدي ۲۰۰ ډالره لګښت ټاکل شوی او په غياب کې د زېږون د کارډ د اخيستلو بيه هم همدومره ټاکل شوې ده.
