اطلاعات روز: د طالبانو کابينې پرېکړه کړې چې د تقاعد او معلوليت حقونه معاش نه ګڼل کېږي او متقاعد کارمندان چې د کار کولو وړتيا لري په قراردادي او معلول وګړي په رسمي توګه په ادارو کې ګمارل کېږي.
د طالبانو د حکومت د چارو ادارې په خپرپاڼه کې چې نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) خپره شوې، راغلي چې د دې ډلې د کابينې په غونډه کې له معلولينو، کونډو او يتيمانو سره د نغدي مرستې د کولو په اړه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت طرح تاييد شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې له کوم وضاحت پرته د متقاعدينو د حقونو په اړه راغلي: «همدا راز پرېکړه وشوه چې د تقاعد او معلوليت حقونه معاش نه ګڼل کېږي، خو ټول امارتي ارګانونه کولای شي هغه متقاعدين چې د کار کولو وړتيا لري په بالمقطع او معلولين په رسمي توګه استخدام کړي.»
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته متقاعدينو او معلولينو خپل کلني معاشونه نه دي تر لاسه کړي. دوی وايي، چې د دوی حقونه د دوی يوازينی عايد و او اوس مهال له تنګلاسۍ سره مخ دي.
تر اوسه لا هم د متقاعدينو دقيق شمېر معلوم نه دی خو د پخواني دولت د معلوماتو پر اساس، د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۷ کلونو تر منځ ۱۵۲ زره او ۳۳۰ نفرو د تقاعدۍ حقونه اخيستي و.
دا افراد د پخواني دولت په جوړښت کې له ۱۱۹ ادارو څخه و؛ د ډېری متقاعدینو تړاو له معارف، دفاع، کورنيو چارو، عامې روغتيا، زراعت او ټولګټو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست سره و. له شمېرو سره سم، په ۱۳۹۹، ۱۳۹۸ او ۱۳۹۷ کې چې کوم خلک تقاعد شوي دي، په کلنۍ توګه يې سلنه ۱۲.۶۶ ده. پر همدې بنسټ، په روان کال کې د متقاعدو افرادو شمېر تر ۲۰۰ زره زياتېږي.
