اطلاعات روز: خوست ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې «نامعلومو وسله والو» د دې ولايت په مرکز کې يو صراف په ډزو وژلی او د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.
په دې ولايت کې يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې نن (چهارشنبه، ۲۳ د وري) سهار د «نور احمدشاه» په نوم په يو صراف په خپل دوکان کې دننه وسله والو کسانو ډزې کړې او ځای پر ځای يې وژلی دی.
سرچينې زياته کړه، چې له دې پېښې وروسته د خوست صرافانو اتحاديه د اعتراض په ډول د ولايت مقام مخې ته راټول شوي او د طالبانو له ولايتي مسوولينو غوښتنه کوي چې پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو او ورته د سختې سزا لپاره دې عملي اقدام وکړي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو هم محلي رسنیو ته د پېښې پخلی کړی او په دې اړه یې د پلټنو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د یو بل خبر له مخې بیا نن د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې د «ګلشاخېل» په نوم یو صراف څه موده وړاندې له خپلې سیمې تښتول شوی و، چې وروسته د عملیاتو پر مهال ژغول شوی دی.
د سرچینې په حواله چې یاد صراف د محمد منیب په نوم یو نظامي طالب اختطاف کړی و، چې وروسته یاد کس هم د طالبانو له رسمي کارت سره یو ځای نیول شوی دی.
تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د ګلشاخېل صراف د نیونې په اړه لا ډېرجزیات ورکړل شوي دي.
د سویل ختیځ زون صرافان په دې وروستیو کې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي او له اړونده امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د دوی د ساتنې لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
