اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د ټولنیز معیشت پروګرام له لارې يې د دې ولایت په چوره ولسوالۍ کې ۹۲۵ کسانو ته د نغدو پیسو په بدل کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د ارزګان لپاره د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وايي، دغه پروګرام د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د نړيوال بانک په مالي ملاتړ پېل شوی چې هر کارګر ځوان ته د ورځني کار په بدل کې ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه: «د ۱۵ بېلابېلو پرمختيايي شوراګانو له لارې د ۳۱،۱۸۶ کيلومټره د کانالونو د پاک کارۍ چارې ترسره شوي چې په دغه پرګرام کې ۹۲۵ غير ماهر کاريګرو کار کړی.»
ورته مهال هغه کسان چې د همدې پروګرام له لارې پر کار ګمارل شوي زيات خوښ دي اوپه خبره يې چې نورو ته د لاس اوږدولو پر ځای ورته دا ښه ده چې په خپل لاس ګټلي روزي تر خپلې کورنۍ پورې ورسوي.
دوی وایي، د دوامداره کار نشتون له امله ډیر کله د اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي او نشي کولای چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ارزګان کې ګڼو کسانو لاريون کړی و، او غوښتنه يې کوله چې دوی ته دې د طالبانو حکومت د کار زمينه برابره کړي.
