په ميانمار کې د پوځ هوايي بريد ۱۰۰ تنه وژلي

انځور: via AP

اطلاعات روز: د عيني شاهدانو، ځايي ډيموکراټې ډلې او خپلواکو رسنيو په وينا د ميانمار د پوځ هوايي بريد د ماشومانو په ګډون هغه ۱۰۰ تنه وژلي، چې په يو لړ مراسمو کې راغونډ شوي و. دا مراسم د پوځ مخالفې ډلې رابللي و.

اسوشيټيډ پريس د یو عیني شاهد له قوله ویلي، چې يوې جيټ الوتکې تېره ورځ (سې شنبه، ۲۲ د وري) د سهار پر ۸:۰۰ بجو په ساګينګ سيمه کې پر هغو خلکو بم واچاوه چې د حکومت د مخالفې ډلې د ځايي دفتر پرانيستنې ته راغونډ شوي و. دا سيمه د ميانمار د دويم لوی ښار منډالې د شمال په ۱۱۰ کيلومټرۍ کې ده.

په لومړي سر کې د مړو شمېر ۵۰ ښودل شوی و، خو وروسته خپلواکو رسنيو وويل چې دا شمېر ۱۰۰ ته پورته شوی دی. د پوځي حکومت له لوري د لګول شويو بنديزونو له وجې د پېښې د جزيياتو خپلواک تاييد نشي کېدلای.

يو عيني شاهد ویلي، چې په دې مراسمو کې شاوخوا ۱۵۰ ښځو او نارينه‌وو ګډون کړی و. د ده په وينا چې په وژل شويو کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې ماشومان دي. دې عيني شاهد زیاته کړې چې په وژل شويو کسانو کې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو او نورو اپوزيسيون سازمانونو مشران هم شامل دي.

ملګرو ملتونو، متحده ايالاتو او نورو دا بريد په کلکه غندلی او ويلي يې دي چې پوځ يې مسوول دی.

د پوځي حکومت وياند تورن جنرال زوان مين تون له دولتي ټلويزیون سره په خبرو کې منلې چې پر مراسمو بريد شوی دی، خو ده د حکومت مخالف پوځونه په سيمه کې د جګړې په کولو تورن کړي دي.

د ميانمار پوځ د ۲۰۲۱ په فبروري کې د ټولټاکنو له لارې له انتخاب شوي حکومت څخه واک په زور ونيوه او تر دې وروسته يې د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره په پرلپسې زياتېدونکي توګه هوايي بريدونه کړي دي. اټکل کېږي چې د پوځي حکومت له پېله تر اوسه د پوځ له لوري تر ۳ زره زيات ملکي وګړي وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه