د يوناما نوې اعلاميه: طالبان ملګرو ملتونه دې ته اړ باسي چې وحشتناک انتخاب وکړي

Photo: UN

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د طالبانو وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې په خپله وروستۍ اعلاميه کې ويلي، چې دا ډله ملګري ملتونه دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې د پاتې کېدلو او يا هم اصولو او مقرراتو ته د پابندۍ تر منځ «يو وحشتناک انتخاب وکړي».

ملګرو ملتونو په دې اعلاميه کې چې نن (سې‌شنبه، ۱۳ د وري) خپره شوې ويلي، چې يو ځل بيا له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار د طالبانو بنديز غندي.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو وروستی بنديز د ملګرو ملتونو د منشور په شمول د نړيوالو قوانينو له مخې «غير قانوني دی او له همدې کبله ملګري ملتونه نشي کولای هغه عملي کړي».

ملګرو ملتونو ويلي: «د طالبانو چارواکي د دې بنديز له لارې هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان اړ کړي چې د پاتې کېدلو او د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې د خدماتو وړاندې کولو او اصولو او مقرراتو ته د ژمن پاتې کېدو کې چې [ملګري ملتونه] یې په رعايتولو مکلف دی، تر منځ يو وحشتناک انتخاب وکړي.»

د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو د پرېکړې له کبله د هر ډول بدو پايلو پړه به د دې ډلې پر غاړه وي.

د اعلاميې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا د عملياتي ارزونې دوره پېل کړې او په دې دوره کې به لازمې مشورې وکړي.

په عين حال کې ملګرو ملتونو ويلي، چې د امنيت شورا له امر سره سم به په ټولو ممکنه کچو کې له حاکمو طالب چارواکو سره يو رغنده او اصولي تعامل وساتي.

د ملګرو ملتونو په دې نوې اعلاميه کې راغلي، چې ټولو نارينه او ښځينه افغان کارکوونکو ته امر شوی دی چې د مهمو کارونو د کولو لپاره دې له محدودو افرادو پرته بل څوک د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دندې ته نه حاضرېږي.

ملګرو ملتونو ويلي، چې هڅه به کوي چې خپل اړين او حياتي بشري فعاليتونه له بشرپالو اصولو او معيارونو سره سم روان وساتي.

دې سازمان همدا راز ټينګار کړی چې د طالبانو وروستی بنديز د ښځو پر خلاف قصدي بنديز دی او مرستو او پايدارو او ژوند ژغورونکو خدماتو ته د افغانستان د خلکو لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو په وينا، پر همدې اساس دا چاره بشري حقونه او بشرپالي اصول نقض کوي.

ملګرو ملتونو زياته کړې، چې په افغانستان کې د دې سازمان تعامل په پراخه توګه په ښه نيت او د ملګرو ملتونو له منشور سره سم شوی دی.

په افغانستان کې د دې سازمان د دفتر فعاليت له نيوکو سره مخ دی.

جمعيت اسلامي ګوند په تازه توګه ويلي، چې يوناما د طالبانو عيبونه پټوي.

تېره ورځ معترضو ښځو د دې دفتر د تړل کېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې يوناما حتا نشي کولای چې د خپلو کارمندانو له حقونو دفاع وکړي او فعاليت يې اغېزناک نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه