اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې پاکستان په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره ښې اړيکې لري، خو په عين حال کې يې انديښنه څرګنده کړې چې ټي ټي پي «اوس هم زموږ په هيواد په ځانګړې توګه خيبر پښتونخوا کې د بريدونو لپاره افغان خاوره کاروي.»
نوموړي دا څرګندونې د امريکا غږ اردو ژبې له څانګې سره په مرکه کې يوه ورځ وړاندې کړې دي.
تېر کال د پاکستاني دولت او پاکستاني طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات ناکام شول تر دې وروسته پاکستاني طالبانو د تېر کال د نوامبر مياشتې پر ۲۸مه له پاکستاني حکومت سره خپل اوربند پای ته ورساوه چې تر دې وروسته په پاکستان کې د ټي ټي پي بريدونه ډېر زيات شول.
خواجه اصف په خپله مرکه کې ويلي، چې کابل ته د وروستي سفر پر مهال يې دا خبره افغان طالبانو ته ياده کړې ده.
ده وويل: «[په غونډه کې افغان طالبانو] وويل، چې دا ستونزه به حل کوي او ويې ويل چې د دوحې د هوکړې له مخې به اجازه ور نه کړي چې خاوره يې د چا پر ضد وکارېږي.»
ده زياته کړې، چې پاکستاني طالبان او افغان طالبان دوې لسيزې د ناټو پر وړاندې ګډ جنګېدلي او تر خپل منځ يې يوه ملګرتيا شته ده. ده ويلي چې زما له معلوماتو سره سم، د ټي ټي پي له ۷ تر ۸ زرو جنګياليو له افغان طالبانو سره د ناټو پر خلاف په جګړه کې مرسته کوله.
د ده په خبره، چې دا خبره افغان طالبانو هم په غونډه کې منلې او ويلي يې دي چې دوی له ټي ټي پي سره مخالفت نشي کولای، خو غواړي چې له پاکستان سره مرسته وکړي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د ټي ټي پي او افغان طالبانو تر منځ هيڅ توپير نه و. «خو له افغان طالبانو سره زموږ تر خبرو وروسته داسې ښکاري چې دوی غواړي ځان له ټي ټي پي بېل کړي. ده ويلي چې افغان طالبان په «سياسي توګه ځيرک» خلک دي.
د خواجه اصف څرګندونې په داسې مهال کې مخ ته راځي چې د پاکستان د ملي امنيت کميټې په دې هيواد کې د تروريزم د ختمولو لپاره د پراخو پوځي عملياتو پر پېلولو هوکړه کړې ده.
