د ننګرهار په شنو خونو کې کرل شوې ترکاري حاصل ته رسیدلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کانال ریاست چارواکي وایي، چې اوس مهال یې په شنو خونو کې کرل شوې تازه تارکاري حاصل ته رسیدلې او د اټکل له مخې به یې سږنی حاصل د تیر په پرتله ډیر وي.

د کانال ریاست لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل وایي، دا مهال د کانال اړوند ځمکو کې له سلو ډیرې شنې خونې جوړې شوي؛ چې اوس پکې بېلابېل ډوله کرلې تازه ترکاري حاصل ته رسېدلې چې په غېرې موسمي وخت کې بازار ته وړاندې کېږي.

د نوموړي په خبره په یادو شنو خونو کې دا مهال بادرنګ، رومیان، مرچ او یو شمېر نوره ترکاري حاصل ته رسېدلې او د ټولولو لړۍ يې روانه ده.

غریبمل زیاتوي: «د کانال ادارې د هډې دویم فارم دویم بلاک سیمه کې په ۱۰۱ شنو خونو کې تازه سبزجات کرلي او په یادو شنو خونو کې شاوخوا سل کسانو ته د کار زمینه برابره شوې؛ په پلان کې لرو چې دا شنې خونې نورې هم زیاتې کړو او نور پانګوال هم لیواله شوي چې شنې خونې جوړې کړي.»

نوموړی زیاتوي د کانال ریاست له لوري دا شنې خونې کرنیزو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او اوس مهال پکې فعالیت سرته رسوي.

جمعه ګل یو د شنو خونو له قرادادیانو دی چې یادې شنې خونې یې په قرارداد نیولي دي.

نوموړی له کانال او نورو اړونده حکومتي ادارو غوښتنه کوي، چې د شنو خونو د پرمختګ لپاره دې ورسره د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو په برخه کې مرسته وکړي تر څو دوی وکولای شي، په لوړ کچه حاصل ولري او په غېرې موسمي وخت کې پرې د خلکو اړتیا پوره شي.

جمعه ګل زیاتوي: «سږکال مو په شنو خونو کې بادرنګ، بانجان، مرچک او رومیان کرلي او اوس مهال حاصل ته رسیدلي، له حاصل یې خوښ یو، له حکومت غواړو چې زمونږ د حاصلاتو لپاره دې سړې خونې جوړې کړي او هم دې د شنو خونو اجارې کمې کړي.»

په یادو شنیو خونو کې ګڼ شمیر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

له دې ډلې شبیر احمد په یادو شنو خونو کې کار کوي دی وایي، خوښ دی چې په خپل هېواد کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانال ریاست مسوولین شنې خونې د خپل عاید مهمه سرچینه بولي او وایي، پلان کې لري چې دې برخه کې لا ډېر کار وکړي او زیاتوي که اړتیا ولیدل شي نو یو شمېر نورې شنې خونې به هم جوړې کړي.

که څه هم اوس مهال د پخوا په پرتله په ختیځ کې د شنو خونو شمېر زیات شوی خو خلک وایي، لاهم نورو شنو او سړو خونو ته اړتیا ده تر څو پکې د اړتیا وړ ترکاري او میوې خوندي او د اړتیا پر مهال بازار ته عرضه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه