اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
مسوولین زیاتوي، یاده چادونه پرون (دوشنبه، ۲۱ د وري) له غرمې وروسته د ارغنداب په «سرشوهین» کلي کې رامنځته شوې ده.
د دوی په وینا، دغه ماین له پخوانیو جګړو څخه پاتې و، چې د چاودېدو په پایله کې یې یو کوچنی هلک وژل شوی او بل ټپي دی.
دوی وویل، چې ټپی ماشوم د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې او ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تېرو جګړو له امله یې ډیره ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده.
د سره سلیب نړیوالې کمېتې د معلوماتو له مخې چې یوازې د تېرکال پرمهال د افغانستان دننه ۹۹۵ تنه د ماین چاودنو پرمهال مړه او ټپیان شوي دي.
