د ښوونځي جامې يې اوتو کړي او په کوټه کې يې راځړولې دي. د ښوونځي وسايل يې منظم کړي خو لا يې هم د درسي کتابونو شمېر کم دی. سره له دې چې د تعليمي کال د پیلېدو ورځې تیریږي، خو لا هم رخشانه هيلهمنه ده او وايي: «تېر کال طالبانو ښوونځي د وري پر درېيمه پېل کړل، سږ کال [ځنډ کوي]، مګر لا هم هيلهمنده يم.» دا په ټول شوق د مکتب د پيلېدو لپاره تياره ده. د رخشانې مور څلور لوڼې او يو زوی لري. دا په خپله وايي چې دوې لوڼې يې واده شوې دي. دوې لوڼې يې د دولتي ښوونځي زده کوونکې او يوازينی زوی يې د خصوصي ښوونځي زده کوونکی دی. د رخشانې مور وايي چې مېړه يې د دره صوف د ډبرو سکرو په کانو کې کار کوي او په ډېرې سختۍ د ورځني ژوند لګښتونه او د کور کرايه برابروي. دا وايي: «زه په خپله هم لاسي کار کوم تر څو مې د زوی د ښوونځي فيس برابر کړم.» رخشانه وايي: «له مور مې وغوښتل چې نوروزي جامې راته جوړې نه کړي بلکې پر ځای دې راته کتاب واخلي چې وکولای شم ښه درس ووايم.»
رخشانه چې په بلخ کې د باختر لېسې زده کوونکې ده، وايي: «تېر کال ښوونځي ته تلم. هره ورځ راته د طالبانو له لوري سختدريځي قوانين جوړېدل چې خفه کوونکي و، مګر رعايتول مو ځکه مدير او ښوونکو راته ويل چې که يې رعايت نه کړو نو زموږ پر وړاندې به ښوونځی وتړل شي. يو ځل سرمعلم د درس پر مهال ولاړه کړم او ويې ويل چې له ټولګي ووځم، همداسې يې کور ته ولېږلم، ځکه زما مخ پټونی نه و. ما ټينګار وکړ چې يوازې نن مې وبخښئ، له سبا يې اغوندم خو ويې نه منله. مګر دا چې د ښوونځي دروازې پرانيستې وې، خوشاله و. کاش، سږ کال مو هم کولای شوای چې له هماغو سختيو سره – سره ښوونځي ته ولاړ شو.»
د وري درېيمه د «ښوونځي د زنګ» ورځ نومول شوې ده او په کليزه کې ثبت ده. د وروستيو دوو لسيزو پر مهال، د وري پر درېيمه د هيواد پوهنې وزارت د ولسمشر او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په شتون کې د يوې غونډې له لارې د ښوونځي زنګ واهه چې د ښوونځيو د رسمي پېل معنا يې درلوده، دې کار به ټول ښوونکي او زده کوونکي هڅول.

کله چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه د دويم ځل لپاره د افغانستان واک ونيوه، ټول خصوصي او دولتي ښوونځي او ښوونيز مرکزونه د کرونا ويرس له امله بند کړل شوي و. طالبانو د همدې کال د وږي مياشتې پر ۲۶مه د يوې اعلاميې له لارې د درسونو د پېلېدو اعلان وکړ. د دې اعلاميې په يوه برخه کې راغلي و، چې «د زدکړييز بهير د پېلېدو په لړ کې د نارينهوو ټولو ابتدايه ښوونځيو، لېسو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې خپل زدکړييز بهير د ۱۴۰۰ کال د وږي مياشتې له ۲۷مې نيټې پېل کړي.»
خو په دې اعلاميه کې د نجونو د ښوونځيو او ښځينه استادانو د فعاليت په اړه څه نه و ويل شوي. د طالبانو تر دې اقدام وروسته په اکثريت ولايتونو کې ښځو له ښوونځي د نجونو د منع کولو پر وړاندې شديد اعتراضونه وکړل او نړيوالې ټولنې هم پراخ غبرګونونه وښودل. تر دې وروسته طالبانو د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه وکړه. لکه څرنګه چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد اسوشيټيډ پريس ته ويلي و، چې د طالبانو د پوهنې وزارت غواړي د نوي لمريز هجري کال په پېلېدو په ټول افغانستان کې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانيزي. همدا راز مجاهد زياته کړې وه چې اصلي ستونزه د «کافي ظرفيت» نشتون دی، ځکه نجونې او هلکان بايد په ښوونځيو کې په بشپړه توګه له يوه – بله بېل شي.
د ۱۴۰۱ کال د ښوونځي زنګ

د ۱۴۰۱ کال د وري پر درېيمه د ښوونځي زنګ ووهل شو خو نجونې د ښوونځيو له دروازو په ژړا بيرته کورونو ته ستنې کړای شوې. په داسې حال کې چې دوې ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو ژمنه کړې وه. د طالبانو چارواکو هيله ښودلې وه چې د وري په مياشت کې به په ټول هيواد کې د نجونو ښوونځي پرانيزي.
د افغانستان پر ۳۰ ولايتونو د طالبانو تر ولکې وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي بند و او د نوي تعليمي کال له پېل سره نجونو هيله درلوده چې د طالبانو په هغو ژمنو عمل وکړي چې له وړاندې يې کړې دي. نجونې په ټول جوش او شوق سره ښوونځيو ته روانې شوې خو له تړلو دروازو او د طالبانو له هغو افرادو سره مخ شوې چې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنيوی يې کاوه.

د طالبانو د پوهنې وزارت په خپله اعلاميه کې وويل: «له شرعي او سنتي افغاني قوانينو سره سم د زده کوونکو او ښوونکو د جامو په اړه تر پرېکړې وروسته به ښوونځي پرانيستل شي.»
د طالبانو د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني د فرانسې خبري اژانس «ای اف پي» ته وويل چې د نجونو د ستنولو خبر سم دی. ده يې د دلايلو په اړه څه ونه ويل. دا په داسې حال کې چې د طالبانو د معارف وزارت وياند عزيز احمد ريان هم وويل چې «موږ اجازه نه لرو چې په دې اړه څه ووايو.»
غبرګونونه
د طالبانو دې اقدام زيات نړيوال او سيمهييز غبرګونونه راوپارول. د نوبل د سولې جايزې ځوانې ګټونکې ملالې يوسفزۍ چې په خپله هم د پاکستاني طالبانو له لوري په نښه شوه او سخته ژوبل شوه، وليکل: «د نن ورځې لپاره مې يوه هيله درلوده، هغه دا چې ښوونځي ته پلي تلونکې افغان نجونې بيرته ستنې نه کړل شي.»
دې زياته کړه: «خو طالبانو پر خپله ژمنه عمل ونه کړ. دوی به د نجونو د زده کړې د مخنيوي لپاره د يوې پلمې په لټه وي، ځکه له زده کړو لرونکو نجونو او پياوړو ښځو ډار لري.»
د طالبانو له لوري ملګرو ملتونو ته ور پېژندل شوي استازي سهيل شاهين دا پرېکړه «موقتي» وګڼله او بي بي سي ته يې وويل: «له ښوونځيو د نجونو د منع کولو په اړه کومه ستونزه نشته، بلکې د جامې د ډول په اړه د تخنيکي پرېکړې له وجې ځنډېدلي دي. هيله لرم چې دا موضوع به ژر حل شي.»
«په تيارو کې ډوبېدل»
ليکوال او د پوهنتون استاد علي اميري د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو د تړل کېدو په غبرګون کې پر خپله فېسبوکپاڼه وليکل: «نن ورځ تر نيم زيات زده کوونکي ښوونځي ته نه ځي. حيرانوونکی خبر نه و او د خبرونو په سرټکو کې رانغی: خو په تيارو کې د تدريجي ډوبيدنې پېل دی.»
د افغانستان دې لیکوال زياته کړې: «په تازه توګه د بدلون بادونه شروع شوي او نور بدلونونه هم را روان دي. لوږه، تاوتريخوالی او بې سوادي هغه عناصر دي چې زموږ راتلونکی ټاکي. د داسې راتلونکي پر لور ګام اخيستل څومره ستونزمن دي!»
ده همدا راز ليکلي: «په تدريجي توګه په تيارو کې ډوبېږو. د دې تدريجي سقوط د کړاو او ځور خبر به د چا غوږونه ازار نه کړي. هر څه به په ډېر کمال او بشپړه چوپتيا ترسره شي.»
تر ۲۸۰ کلونو وروسته لا هم «يوه مسئله»
د ولسي جرګې پخواني غړي او د حزب کنګرې ملی ګوند مشر تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بنديز ته په غبرګون کې وويل. چې «تر ۲۸۰ کلونو وروسته هم د پښتنو مسئله داده چې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي او که نه؟»
پدرام پر خپله پاڼه ليکلي: «د پښتنو مسئله لا هم داده چې ښځې حق لري او که يې نه لري، درس ووايي او که يې ونه وايي، موسيقي وي او که نه … له دوی سره څرنګه يو ځای ژوند وکړو؟»
نوموړي د يوه غربي مفکر د «وېرې او ازادۍ» کتاب ته په اشارې سره ويلي، چې «يو مهم بحث دا و چې يو شمېر خلک، يا قومونه او يا هم ټولنيز طبقات له ازادۍ وېرېدل ځکه چې ازاد اوسېدل مسووليت لري. په خپله بايد د خپلو غمونو پېټی واخلې.»
د نارينه زده کوونکو له لوري پرېکون
زده کوونکی صميم نوابي وايي: «د اسلام دين پر هر نارينه او ښځې د علم زده کړه فرض کړې ده؛ طالبان بايد د اسلامي شريعت پر خلاف عمل ونه کړي.»
زيات شمېر زده کوونکي له يو شمېر داسې پيغامونو سره لکه «زه له خپلې خور پرته ښوونځي ته نه ځم»، «نجونې د هلکانو په څېر اسلامي او قانوني حق لري چې خپل درس او زده کړې ته دوام ورکړي او خپل راتلونکی روښانه کړي» او د نجونو په ملاتړ له سلګونو نورو پيغامونو سره له دې خوځښت سره يو ځای شول.
دوی په خپلو پيغامونو کې له طالبانو وغوښتل چې افغانستان دي بيرته تياره ورځو ته نه ستنوي.
د ښځينه حقونو فعاله، ليکواله او د پوهنتون استاده حميرا قادري پر خپله پاڼه وليکل: «د ښځينه زده کوونکو د ملاتړ په خاطر دې نارينه زده کوونکو له ښوونځيو سره پرېکون وکړي.» دې زياته کړې ده: «له ښځينه زده کوونکو سره د نارينه زده کوونکو مل غږ بايد تر بې انصافې نړۍ ورسېږي. بايد د يوه – بل غږ شو.»
د مور او پلار غبرګون
۴۴ کلنه مژګان درې اولادونه لري. دا د طالبانو پر دې اقدام چې د متوسطه او لېسې دورې نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو ته ولاړې شي، سخته نیوکه کوي. دا له دې وجې سخته ناراحته ده چې طالبانو په کابل کې د دې لور ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځي ته ولاړه شي.
د کابل ولايت اوسيدونکې خديجه اميري څلور لوڼې لري. نوموړې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:
«د راتلونکي لپاره مې يوازينۍ هيله دا وه او ده چې لوڼې مې باسواده شي. په خپله له بې سوادۍ ډېره کړېدلې يم، له همدې وجې مې هيڅ وخت نه غوښتل چې لوڼې مې زما په څېر وي. اوس چې وينم چې ښوونځي ته نشي تللای، نو ناهيلې کېږم. مشره لور مې چې سږ کال دوولسم ټولګي ته تلله، روحيه يې بدله شوې او ګوښه ناستې شوې ده. حيرانه پاتې يم چې د خپلو لوڼو لپاره مې څه مصروفيت پيدا کړم چې حد اقل په خپګان اخته نشي.»
د ۱۴۰۲ کال د ښوونځي زنګ

د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د وري پر لومړۍ نېټه د ۱۴۰۲ تعليمي کال په دې شعار «باکيفيته معارف، روښانه راتلونکی» سره پېل او د ښوونځي زنګ ووهل شو. دا برنامه په اماني لېسه کې په داسې حال کې ترسره شوه چې نيم زده کوونکي ښوونځيو ته د تللو اجازه نه لري.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۱ کال پر مهال په بلخ، فارياب، کندز، جوزجان، سرپل او دايکندي ولايتونو کې د متوسطې او ليسې دورې ټولې ښځينه زده کوونکې ښوونځيو ته تللې.
رخسار اکبري (مستعار)، په مزار شريف کې د ښځينه مکتب يوې مديرې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل: «بلخ کې د طالبانو د پوهنې رياست او امر بالمعروف په ځلونو زما ادارې ته راغلي او ماته يې د نجونو د جامو او يونيفورم په اړه جدي اخطارونه راکړي دي، له اوږدې او پراخې جامې نيولې تر ضخيمو جرابو او مخ پټوني پورې. زه به هره ورځ د ښوونځي په دروازه کې درېدم او د هرې نجلۍ جامه به مې له سره تر پښو کتله. احساسوم چې موږ له خپلې اصلي دندې چې درسي او روزنيز کيفيت ته پاملرنه ده لېرې شوې يو او په حاشيوي موضوعاتو پسې نښتې يو. خو حتا يو ځل مو هم اعتراض نه دی کړی ځکه تر هر ډول شرايطو لاندې مو غوښتل چې له موږ ښوونځی او زده کوونکي وانخيستل شي چې له بده مرغه هغسې ونشول. سږ کال موږ تر اووم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکې نه لرو او په دې اړه ډېره غمجنه يم. زه باوري يم چې ټولې نجونې محدوديتونه رعايتوي. البته که د طالبانو ستونزه زموږ حجاب وي او بل څه نه وي.»
اکبري وايي، چې له پنځو کلونو راهيسې د نجونو د دې ښوونځي مديره ده، دا زياتوي: «د نن ورځې بې سواده نجونې د سبا بې سواده ميندې دي چې دا په خپله د بل نسل لپاره جدي خطر دی.»
د رسنيو له خپرو شویو شمېرو سره سم، په بلخ کې تر ۶۰۰ زيات ښوونځي فعال دي چې په دې ښوونځيو کې تر ۶۰۰ زره زيات ښځينه او نارينه زده کوونکي زده کړې کوي. په دې لړ کې ۵۰ سلنه نجونې دي.
۳۱ کلنه ذکيه مبارز (مستعار) د بلخ د يوه ښځينه ښوونځي ښوونکې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل: «څلور کاله د بلخ په يوه لېسه کې ښوونکې وم خو سږ کال د خپلو زده کوونکو د نشتون له وجې بېکاره يم. ښوونځي ته د نجونو نه تګ نه يوازط دا چې د دوی د راتلونکي لپاره لوی خطر دی، زموږ ښوونکو لپاره يې هم مطلب پر کور کېناستل او د دندې له لاسه وتل دي.»
همدا راز مبارز زياتوي: «طالبانو له ښځو ټول فرصتونه اخيستي دي. زه نه پوهېږم چې له کار، درس او تحصيل پرته به راتلونکی څرنګه وي؟» دا ښوونکې زياتوي: «کله چې ښځې کار ولري نو د کور د اقتصاد لپاره هم ښه خبره ده.»
د بلخ ولايت د فاطمه بلخي په ښوونځي کې د يوولسم ټولګي زده کوونکې سهيلا له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل: «سږ کال د ښوونځيو د تړل کېدو له وجې ډېره ناراحته يم. داسې احساس کوم لکه د کولو لپاره چې هيڅ کار نه وي. غوښتل مې خبرياله شم خو اوسني شرايط له ناهيلۍ پرته زموږ لپاره بل څه نه لري.»
سهيلا زياتوي: «موږ د طالبانو ټول محدوديتونه او سختدريځۍ رعايتولې، صرف له دې وجې چې هسې نه ښوونځي وتړي.»
د ملګرو ملتونو زدکړييز، علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) زده کړه نړيوال بشري حق ګڼلی دی او ويلي يې دي چې په نړۍ کې هيڅ داسې هيواد نشته چې د ښځو او نجونو د زده کړې مخه ونيسي. د ملګرو ملتونو دې بنسټ ټينګار کړی دی چې نړيواله ټولنه مسووليت لري چې بې له ځنډه زده کړو ته د افغانستان د ښځو او نجونو د لاسرسي تضمين وکړي.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د افغانستان ۸۰ سلنه ښځې او نجونې چې د ښوونځي د عمر دي، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بنديز له وجې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.
د يونسکو شمېرې ښيي چې د ۲۰۰۱ پر مهال په افغانستان کې هيڅ نجلۍ ښوونځي ته نه تله خو په ۲۰۲۱ کال کې د ښځينه زده کوونکو شمېر ۲.۵ ميليونو ته رسېده. د لوړو زده کړو په موسېساتو کې د ښځينه محصلينو شمېر ۲۰ برابره شوی و چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰۳ زره او ۸۵۴ نفرو ته رسېده. په دې توګه، د يونسکو له شمېرو سره سم، د ۲۰۰۱ پر مهال د افغانستان ۱۷ سلنه ښځو ليکل او لوست کولای شوای. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ پر مهال دا شمېر ۳۰ سلنه زيات شوی و.
د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو بنديز نړيوالې غندنې او غبرګونونه راپارولي دي، که څه هم د دې ډلې چارواکي وايي، چې د ښځو د زده کړې او تحصيل مخالف نه دي او «په وړ شرايطو» کې به هغوی ته اجازه ورکړي چې بيرته خپل درسونه پېل کړي.
