اطلاعات روز: نیمروز کې د طالبانو ولایتي مسوولین ادعا کوي، چې د دې ولایت په مرکز زرنج کې د دوی د ځواکونو له لوري د داعش ډلې پر پټنځای د عملیاتو په ترڅ کې دوه داعشیان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د نیمروز لپاره د طالبانو د اطلاعات اوکلتور رییس حبیب الله الهام وایي، چې د نن (یکشنبه، ۲۰ د وري) سهار عملیاتو نیم ساعت دوام درلود چې پرمهال یې دوه داعشیان وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د طالب ځواکونو لاسته یو شمیر مهمات هم په لاس ورغلي دي.
دی وایي، چې د عملیاتو په ترڅ کې طالبانو او ملکي کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وړاندې یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو په دغو عملیاتو کې دوې ښځې او یو نارینه د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیولي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځې وړاندې په نیمروز کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو او طالبانو ویلي وو چې د داعش پر ضد یې عملیات ترسره کړي دي.
په دې وروستیو کې د بلخ، هرات او پروان په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته نښتې شوې دي.
ادعا کېږي چې طالبانو په دغو عملياتو کې یو شمیر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
