اطلاعات روز: د طالبانو ماليې وزارت ادعا کوي چې دې وزارت په تېر لمريز کال (۱۴۰۱) کې ۱۹۳ ميليارده او ۹۱۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د طالبانو د ماليې وزارت د ګمرکونو عمومي رييس عبدالمتين سعيد نن (يکشنبه، ۲۰ د وري) د دې ډلې د حکومت د رسنيو په مرکز کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د ماليې وزارت عوايد په ۱۴۰۱ کال کې د تېر کال په پرتله ۳۷ سلنه زيات شوي دي.
د ده په وينا، په ۱۴۰۱ کال کې د ګمرکونو د عمومي رياست له لوري ټاکل شوی هدف څه باندې ۱۰۵ ميليارده افغانۍ و، خو دې رياست تر ټاکل شوي هدف ۱۱۱.۵۳ ميليارده افغانيو زيات عوايد ټول کړي دي.
د طالبانو ماليې وزارت په کب مياشت کې اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۱ مالي کال د ۱۱ مياشتو پر مهال ۱۰۰ ميليارده افغانۍ عوايد له ګمرکونو راټول شوي دي.
له دې سره – سره د طالبانو د عوايدو او لګښت د ارقامو تاييدولو لپاره هيڅ خپلواک بنسټ نشته.
د طالبانو ماليې وزارت وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د دې وزارت عادي او پرمختيايي بودبجه ۲۳۹ ميليارده او ۳۷ ميليونه افغانۍ وه چې ۸۱.۶۸ سلنه يې لګول شوې ده.
دې وزارت ويلي، چې د سپما اصل ته په پام يې د ۴۳ ميليارده او ۷۸۹ ميليونه افغانيو د بودیجوي کسر مخنيوی کړی دی.
د طالبانو د ماليې وزارت د مسوولينو په وينا، افغانستان د تېر يوه کال پر مهال ۱۷۰.۴۳ ميليارده افغانۍ صادرات او ۵۹۹.۲۲ ميليارده افغانۍ واردات درلودل.
دا وزارت وايي، چې د ۱۴۰۱ کال پر مهال د ۴۴.۲۴ ميليارده افغانۍ په ارزښت د ډبرو سکاره له افغانستانه صادرې شوې چې له دې درکه ۱۴.۶۰ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
