د پکتيکا اوسېدونکي: په علني محاکمو د جرمونو کچه ټيټه او د خلکو باور زياتيږي

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي چې په علني ډول د مجرمنيو په محاکمه کولو د جرمونو کچه ټيټيږي او پر عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو باور زياتيږي.

دوی دا خبرې د هغې علني محاکمې په ترڅ کې وکړې چې درې تنه پکې د يوه ځوان د وژنې په تور د لومړۍ محکمې لخوا په اعدام محکوم شول.

د علني محاکمې قاضي محمدرحيم چرخ فلکي وايي چې د قضيې د ټولو اړخونو له څېړلو وروسته يې صابرشاه، حميد او محمود د غلا له امله په شپږ، شپږ کاله قيد او د قتل له امله په اعدام محکوم کړي دي.

فلکي وويل چې ياده پرېکړه د بشپړو څېړنو او اسنادو وروسته شوې ده.

د وژل شوي ځوان پلار عبدالکريم وايي چې زوی يې په مرکز ښرنه کې د لرګيو پېر او پلور کاوه، خو شاوخوا مياشت وړاندې يادو درې کسانو د لرګيو ورکولو په پلمه کور ته بيولی او هلته يې وژلی دی.

کريم وويل چې له پېښې وروسته د سيمې خلکو عاملين نيولي و او پوليسو ته يې سپارلي و.

نوموړي زياته کړه: «زما په زړه او زما له غوښتنې سره سمه فیصله يې وکړه. پاتې نورې محکمې هم بايد دا فيصله وکړي چې حق پر ځای شي او بيا څوک داسې کار ونکړي.»

د علني محاکمې ګډونوالو د محکمې پر پرېکړه خوښي وښوده او ويې ويل د حق پر ځای کېدو لپاره دې ورته محاکمې زياتې شي.

د دوی له ډلې حاجي نعمت الله وايي چې د دا ډول علني محاکمو په تر سره کېدو د جرمونو کچه ټيټيږي او خلک پر اړوندو ادارو باور پيدا کوي.

کريم وويل: «داسې محاکمې دې زياتې شي، خو قاضيان دې د خلکو د پوهېدو لپاره په عامه ژبه خبرې وکړي، چې ټول پرې پوه شي.»

قومي مشر جمعه الدين وايي، لومړی ځل دی چې په علني محاکمه کې ګډون کوي او زياتوي چې د محکمې له پرېکړې خوښ دی.

نوموړي وويل چې په علني محاکمه کې عدالت ښه پر ځای کيږي او چا ته د نيوکې او شکايت ځای نه پاتې کيږي.

نوموړی هم په دوسيو کې روڼتيا او د دا ډول محاکمو پر زياتېدو ټينګار کوي.

د حق غوښتنې ولسي حرکت مشر حاجي نيازمحمد وايي چې د پوليسو سربېره دې خلک هم د جرمونو په مخنيوي او د عاملينو په تشخيص کې همکاريو ته دوام ورکړي.

محمد وويل چې په ټولنيز امن او ثبات کې د خلکو رول بنسټيز دی او بايد د خپلو سيمو په ساتنه کې فعال واوسي.

نوموړي زياته کړه: «د خلکو لخوا د مجرم نيول او پوليسو ته يې سپارل ښه پيغام دی، که خلک داسې ويښ او فعال وي، ډېر مشکلات به حل شي. همدارنګه په علني او شفاف ډول مجرمنيو ته سزا ورکول په قضايي او عدلي ارګانونو د خلکو باور زياتوي او په اينده کې د داسې پېښو په کمېدو کې رول لري.»

ياده دې وي چې لا هم د خلکو لخوا په عدلي او قضايي ارګانونو کې د چارو ځنډېدو، فساد او په وخت د زندانيانو د دوسيو د نه څېړل کېدو نيوکې کيږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه