اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت ډنډ ولسوالۍ کې د دوی د امنیتي ځواکونو او «وسله والو غلو» ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی دی.
د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د والي وياند عطاالله زيد وایي، يادو غلو غوښتل چې تېره شپه (شنبه، ۱۹ د وري) د ډنډ ولسوالۍ «کاریزک» سیمه کې له يوه کور څخه غلا وکړي.
نوموړی زیاتوي، درې تنو غلو چې غوښتل یې د یوه کور څخه زرنج موټر سایکل او نور توکي غلا کړي د طالبانو امنیتي ځواکونو رسیدو سره سم یې نښته پېل کړې چې په ترڅ یې یو غل وژل شوی بل نیول شوی او یو بل هم په تیښته بریالی شوی دی.
ياده دې وي چې تېره اوونۍ هم د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې وسله والو غلو د يوه کور د خاوند په ګډون يوه ميرمن وژلې وه او له سيمي په تېښته بريالي شوي وو.
د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي ترڅو د روژې او اختر په شپو او ورځو کې د وسله والو غلو او جنايي پېښو مخنيوی وکړي.
