ننګرهار کې د خټینو لوښو د پېر او پلور بازار ګرم شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د خټينو لوښو جوړونکي وایي، چې د نورو میاشتو په پرتله یې د روژې په میاشت کې د کلالانو په لاسونو د جوړ شويو خټینو لوښو بازار ښه شوی دی.

نوید چې پر کونړ – جلال‌اباد لویه لار د خټینو لوښو د پېر او پلور هټۍ لري وايي، ډېری دا توکي ختيځو ولایتونو ته راغلي سیلانیان پېري او خپلو کورونو ته یې وړي.

نوموړی وایي، په هېواد کې د دغه توکو پېردونکي زیات شوي او ډېری خلک یې د روژې په میاشت کې د اوبو څښلو په موخه له دغه توکو کار اخلي.

نوید زیاته کړه: « زما کلونه کیږي چې د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د بهسودو ولسوالۍ په بلند غر سیمه کې د خټینو لوښو دوکان لرم، د نورو میاشتو په پرتله د روژې په میاشت کې د خټینو لوښو اخیستونکي زیات وي.»

نوموړی زیاتوي، د خټینو لوښو په استعمال د اقتصاد د ودې ترڅنګ، فرهنګي او لرغوني میراثونه هم خوندي ساتل کېږي.

پنځوس کل شیرزمان چې له کلونو راهیسې یې د خټینو لوښو جوړول کسب او کار ګرځیدلی وایي، چې څوک د څه ډول لوښو فرمایش ورکړي نو جوړول یې ده ته ستونزمن نه دي.

د هغه په وینا اوس مهال د خټینو لوښو بڼه یو څه بدله شوې خو وایي، د هېواد په ډېرو برخو کې دغه لوښي له پخوا راهېسې په کورونو کې کارول کېږي.

د ده په خبره، چې دوی اوس مهال په خپلو کارخانو کې منګي، د اوبو څښلو جامونه، چاټۍ، کټوې، کورتمال، خزانې، ګلدانۍ او نور زينتي توکي جوړوي چې په هېواد کې ډېر مينه وال او ښه بازار لري.

شیرزمان زیاتوي: «مونږ ته د خټینو لوښو یا کولالۍ کسب له نیکونو راپاتې دی، زیاتره خلک اوس هم خټین لوښي خوښوي او مونږ ته یې ځینې کسان په مبایل کې عکسونه هم راوړي؛ چې بیا هماغه عکس ته په کتو ورته خټین مختلف لوښي جوړوو او دا خلک د تخفې په ډول خپلو ملګرو ته هم ډالۍ کوي.»

د خټینو لوښو جوړولو په برخه کې په کار بوخت کارګر هم له خپل روزګاره خوشحاله دي او وایي، هغه لوښي  جوړوي چې د وطن تولید یې دی او له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروي.

دوی د برېښنا او د مناسب کاري چاپريال نشتون د خپل کار پر وړاندې لويې ستونزې يادوي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د يادو ستونزو په حل کې ور سره همکاري وکړي.

بلخوا ډاکتران هم وایي، چې په خټینو لوښو کې د اوبو په څښلو سره د خولې له لارې ځینې ناروغۍ له یوه انسان څخه بل انسان ته د انتقال مخنیوی کیدلی شي.

ډاکټر ایمیل ساپی کورنیو ته لارښوونه کوي چې هر چا ته په کار ده د اوبو او چای څښلو لپاره ځانګړی خټین لوښی ولري.

ساپی زیاتوي: «د روغتیا له لحاظه د خټینو لوښو له لارې مرض نه انتقالیږي او زیاتره وخت چې په کورنیو کې له یو لوښي څخه د اوبو څښلو یا چای څښلو لپاره کاریږي نو بیا پکې د ځینو ناروغیو چې د خولې له لارې انتقال مومي امکان ډیر وي؛ نو کورنیو ته په کار ده چې له خټینو لوښو استفاده وکړي.»

کلالي افغانستان کې اوږده تاریخي مخینه لري، چې زرګونه کاله وړاندې پېل شوې او تراوسه دا هنر ژوندی پاتې دی؛ د معلوماتو له مخې دا هنر په لومړيو کې په ډير ساده ډول و، چې دوه نيم زره کاله په همداسې ساده ډول روان و. خو د وخت په تېرېدو سره د کلالۍ هنر همداسې ساده پاتې و، خو د احمدشاه بابا په دوره کې يې پرمختګ وکړ او د خټينو لوښو نوي نوي ډيزاينونه رواج شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه