افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو کار بنديز ته د غبرګونونو دوام

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو کار بنديز ته د غبرګونونو په دوام د اروپايي ټولنې د بهرني سياست د مسوول وياند پيتر استانو د طالبانو دا پریکړه غندلې او ویلي یې دي چې د ښځو پر کار بنديز ټکان ورکړی دی.

نوموړي نن (پنج‌شنبه، ۱۷ د وري) د طالبانو دا پرېکړه وحشتناکه او د ښځو د حقونو نقض ګڼلی او ويلي يې دي چې اروپایي ټولنه دا پرېکړه غندي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځينه برخې اجراييه مديرې سيما باهوس د طالبانو یادې پریکړې ته په غبرګون کې ويلي، چې دا سازمان به د خپلو ښځينه کارمندانو پر ځای نارينه ونه ګوماري.

دې په خپله خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو پرېکړه تبعيضي بللې او غندلې يې ده.

باهوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ښځينه کارمندانو سره همغږي ښودلې او ويلي يې دي چې د دوی تر څنګ درېږي.

د دې په اعلاميه کې راغلي: «موږ د هغوی اساسي او مسلم بشري حقونه چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي دي، يو ځل بيا تاييدوو. موږ به د خپلې ښځینه کاري قوې پر ځای نارينه ونه ګومارو.»

سيما باهوس زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د زده کړې د حقونو او په ټولنه او اقتصاد کې يې د ونډې سلبول، د دې هيواد ځورول دي.

دې ټينګار کړی دی چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه او هغه ټول اقدامات دي لغو شي چې د ښځو او نجونو د کار، زده کړې او ازادۍ حقونه محدودوي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو کار بندیز ته په غبرګون کې له طالبانو یې غوښتې چې خپله پریکړه دې لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش په خپل تازه پيغام کې له طالبانو غوښتي چې له ملګرو ملتونو سره د ښځو پر کار بنديز دې سمدستي لغوه کړي.

نوموړي تېره شپه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د ښځو پر همکارۍ بنديز د ابتدايي بشري حقونو د نه زغم وړ نقض دی.

ګوتريش ويلي: «زه له طالبانو غواړم چې سمدستي دي دا پرېکړه او هغه ټول اقدامات لغوه کړي چې د ښځو او نجونو د کار، زده کړې او ازادۍ حقونه محدودوي.»

همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز ته د غبرګونونو په دوام، د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن ويلي، چې له دې «بدې» پرېکړي ناراحته شوی دی.

نوموړي نن پنج شنبه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دا پرېکړه به هغه اړمن افغانان وګواښي چې پر بشري مرستو متکي دي.

بلينکن ليکلي: «موږ له طالبانو غواړو چې افغانانو ته لومړيتوب ورکړي او دا پرېکړه دي لغو کړي.»

همدا راز ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم د طالبانو د دې وروستۍ پرېکړي په اړه غونډه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې لينډا توماس تېره شپه په يوه ټويټ کې ليکلي: «د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا غونډه کوي تر څو د طالبانو پر دې نامناسبې پرېکړي بحث وکړي چې له ملګرو ملتونو سره د ښځو همکاري منع کوي.» 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) تېره شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان ته خبر ورکړی چې په افغانستان کې هيڅ افغانه ښځه له دوی سره کار نشي کولای.

يوناما ويلي، چې د طالبانو دا پرېکړه په سختو ټکو غندي او پر وړاندې يې اعتراض کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې رزا اوتنبايوا بیا ويلي، چې د طالبانو له لوري د دې سازمان په دفترونو کې  د ښځو پر کار بنديز به د افغانستان د خلکو لپاره سختې پايلې ولري.

دې زياته کړې، چې افغانستان د اقتصادي «فلاکت» او انزوا له نور خطر سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم په خپل غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز د دوی د بنسټيزو حقونو فاحشه تروړنه ده او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه