اطلاعات روز: کندها ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې یوه کس خپله میرمن وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې یاده میرمن تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د وري) د دې ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د خرقې شريفي په «شاه قبر» کوڅه کې وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د وحیدالله په نامه کس چې په نشه یي توکو روږدی و، خپله میرمن چې د عمه لور یې هم وه تر وهلو ډبولو وروسته وژلې او له کوره په تیښته بریالی شوی دی.
سرچینې د دغې پیښې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړ.
دغه راز کندهار کې د طالبانو د والي وياند عطاالله زيد هم دغه پېښه تایيدوي او وايي، چې په دې تړاو يې پلټنې پېل کړې دي.
هیواد کې فقر، بې کاري او اقتصادي ستونزې ډیر کله د داسې پیښو لامل بلل کېږي.
