ارزګان کې طالبان: په تېر یوه کال کې مو ۳۵۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، چې د تېر يوه کال په جريان کې یې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د زرګونه کيلوګرامه نشه یي موادو د قاچاق په تور ۳۵۰ تنه نیولي او محاکمه کړي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو د ښاري محکمې قاضي مفتي بلوڅ وايي، چې دوی تېرکال په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۳۵۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي چې له ډلې یې ۲۳۰ تنه مجازات کړي او ۱۲۰ لا هم په بند کې دي.

نوموړی زياتوي، ارزګان کې د دې ډلې امنیې قومندانۍ په بېلابېلو عملیاتو کې د یادو کسانو سره ۱۸ زره او ۴۳۴ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه یي مواد نیولي او سوځولي دي.

هغه وويل: «نن چې موږ کوم لس قلمه نشه یي توکي د سوځولو په هدف راټول کړي دغه مواد پکې شامل دي، ۱۵۷۵۰ کيلو ګرامه اوومان، ۱۶۵۲ کيلو ګرامه سوده،۵۹۰ ليټره تيزاب، ۲۹،۷۹۰ کيلو ګرامه يوف، ۱۱۵ کيلو ګرامه مالګه،۱۸۰ کیلو ګرامه هيرویين، ۶۴۲ کیلو ګرامه ښېښه، ۴،۸۷۷ کيلو ګرامه چرس، ۲۴۰ کيلو ګرامه هاک او ۱۰ داني پلاستيکي بلرونه دي.»

دغه راز د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ د نشي توکو پر وړاندې د مبارزي مدير سردارمحمد ګلاب وايي، چې دوی غواړي د نشته یي توکو د قاچاق کوونکو پر وړاندې خپل عملیات دوه برابره زیات کړي.

په همدې حال کې بیا عام خلک د نشه یي توکو د دغه ډول عملياتو هرکلۍ کوي او غوښتنه کوي چې د نشي توکو په تور نيول شوي کسان دې مجازات شي.

دوی وایي، چې د نشته توکو د کاروباریانو له امله ډیری ځوانان په نشه یې توکو اخته شوي چې باید مخه یې ونیول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه