د ملګرو ملتونو دفتر کې د ښځو کار بنديز ته غبرګونونه؛ ناسمه او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف پرېکړه

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ښځو پر کار بنديز ته په غبرګون کې د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د طالبانو دا پرېکړه ناسمه ګڼلې ده.

خليلزاد تېره شپه (سې‌شنبه، ۱۵ د وري) پرلپسې ټویټونو کې ليکلي، چې د طالبانو دا پرېکړه به د افغانستان د خلکو کړاو زيات کړي، ځکه شونې ده چې نړيوالې مرستې ورسره کمې شي.

ده ليکلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز به له طالبانو سره نړيوالې اړيکې د افغانستان د خلکو په زيان پېچلې کړي.

خليلزاد ويلي، چې افغانې ښځې د تحصيل او کار له مسلمو حقونو برخمنې دي او دا حقونه په اسلام او نړيوالو کنوانسيونونو کې په رسميت پېژندل شوي دي.

ده چې له طالبانو سره يې د دوحې تړون لاسليک کړی، ليکلي دي چې د طالبانو مشرانو د دوحې په مذاکراتو کې ژمنه کړې وه چې د ښځو د حقونو درناوی به کوي. خليلزاد ټينګار کړی چې طالبان بايد د افغانستان د خلکو په اړه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز د هغوی د اساسي حقونو فاحش نقض دی او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی.

ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د طالبانو دا پرېکړه د افغانانو لپاره اړين خدمات په جدي توګه اغېزمنوي او په وينا یې، د ښځينه کارمندانو شتون ضروري دی.

بېنټ له طالبانو غوښتي چې دا پرېکړه دې لغو کړي.

پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځې له کار کولو منع کړې دي.

تر دې پرېکړې وروسته، دې سازمان په افغانستان کې خپلو شاوخوا درې زره او ۳۰۰ کارمندانو ته ويلي، چې تر دوو نورو ورځو دې خپلو دندو ته نه حاضرېږي.

د رويټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو وياند استفان دوجاريک په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، چې دې دفتر ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار کولو بنديز رسېدلی دی.

ده ويلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو د دې پرېکړي اغېز پلټي او نن (چهارشنبه، ۱۶ د وري) به د دې ډلې د بهرنيو چارو له چارواکو سره په کابل کې وويني تر څو نور شفافيت هم پيدا شي. په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې د ملګرو ملتونو لپاره کار کوي.

له ملګرو ملتونو څخه دوو سرچينو رويټرز ته ويلي، چې د دې قانون د پلي کېدو په اړه انديښنې د دې لامل شوې چې دا سازمان له خپلو ټولو ښځينه او نارينه کارکوونکو وغواړي چې تر ۴۸ ساعتونو پورې دې کار ته نه حاضرېږي.

دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش هم په ننګرهار ولايت کې د دې سازمان په دفتر کې د ښځو پر کار کولو بنديز په کلکه غندلی دی.

نوموړي تېره شپه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې که دا پرېکړه وانخيستل شي، نو اړمنو کسانو ته د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو وړتيا به ضعيفه شي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه