اطلاعات روز: لوګر ولایت کې د ځینو نورو لېرې پرتو ولسوالیو ترڅنګ ازره هغه ولسوالۍ ده، چې خلک یې په روغتیا برخه کې لاهم له ستونزو کړیږي او کافي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
ازره له مرکز پل عالم په څو کیلو مترۍ کې موقعیت لري، دغې ولسوالۍ ته د غځېدلې ۹۰ کیلو متره لویې لارې د خرابوالي له وجي د نورو ستونزو ترڅنګ د سیمې اوسېدونکي نه شي کولی چې پر وخت خپل ناروغان د لوګر ملکي روغتون ته انتقال کړي او دې ولسوالۍ کې د روغتیايي مرکز خدمات هم کافي نه بلل کیږي.
د دغې ولسوالۍ د کوڅوالو سیمې یو اوسېدونکي خان ولي اطلاعات روز ته وویل، چې د ولسوالۍ په روغتون کې د درملو کموالي یې د ناروغانو درملنه ټکنۍ کړې او په وینا یې چې ډېر کله خپل ناروغان د ښې درملنې په موخه مرکز پل عالم ته استوي.
نوموړي نفوس ته په کتو د دې روغتیايي مرکز لپاره د درملو، روغتیايي وسایل او روغتیاپالانو برخه کې له عامې روغتیا ریاست د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
د ازرې ولسوالۍ د پچ لاره کلي یو بل اوسېدونکی داد خان هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وايي، په روغتون کې د ښځینه روغتیاپالانو او درملو کموالی لویه ستونزه بلل کیږي.
نوموړی زیاتوي د نا امنۍ هغه بهانه چې په تېر نظام کې موجوده وه حل شوې او تینګار کوي چې اوس دې ورته د روغتیا تر څنګ په نورو برخو کې هم شته اړتیاوې پوره شي.
هغه همدا راز وویل، چې په ولسوالۍ کې یې اوس د روغتیايي مرکزونو د ودانیو ستونزو هواره شوې، خو د امکاناتو ورکړه یې اړینه بولي.
خان داسې وویل: «مونږ اوس له حکومت په دې ګیله مند یو، چې د جګړو قرباني هم مونږ و او اوس له پامه هم مونږ غورځېدلي یو. روغتون کې مو امکانات خدمات په نشت حساب دي او ښځینه ډاکټراني پکې نشته دي.»
په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ولایتي مسوولینو هم دغې ولسوالۍ ته په سفر کې ځینې اړتیاوې پر ځای بللي او خلکو ته یې د هواري ډاډ ورکړی دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د روغتیا رییس سعید الرحمان قادري ویلي، چې د یو ګډ پلاوي په ملتیا یې ازرې ته درې ورځنی سفر درلود او په خبره یې چې په دغه ولسوالۍ کې یې د روغتون شته ستونزې له نږدې لیدلي دي.
قادري د دغه سفر په کاري راپور کې زیاته کړې چې د ازرې ولسوالۍ د روغتیايي مرکزونو د ستونزو حل په موخه یې له کف موسېسې د همکارۍ غوښتنه کړې او هغوی یې هم د هواري ډاډ ورکړی دی.
لوګر کې اوس مهال ۷۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي او په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو درملنې په موخه خدمات وړاندې کوي.
د یادونې ده، چې په روغتیا برخه کې د سویل ختیځ زون د ډیری ولایتونو په روغتیايي مرکزونو کې خلک د درملو او نورو امکاناتو له کموالي شکایت کوي، خو ځینې کارپوهان بیا د دې ستونزو د ډېرېدو لامل د موسېساتو له خوا له روغتیا برخې سره د همکارۍ کموالی بولي.
