افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول کارکوونکي په موقته توګه پر کور کېنول شول

انځور: رویټرز

اطلاعات روز: تر هغه وروسته چې طالبانو په ننګرهار ولايت کې د ملګرو ملتونو د دفتر ښځينه کارمندانې له کار منع کړې، دې سازمان په افغانستان کې خپلو شاوخوا درې زره او ۳۰۰ کارکوونکو ته ويلي چې تر دوو نورو ورځو دې خپلو دندو ته نه حاضرېږي.

د رويټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو وياند استفان دوجاريک په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، چې په افغانستان کې د دې سازمان دفتر د طالبانو پریکړه ترلاسه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د ښځو کار منع کوي.

نوموړي ويلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو د دې پرېکړي اغېز پلټي او نن (چهارشنبه، ۱۶ د وري) به د دې ډلې د بهرنيو چارو له چارواکو سره په کابل کې وويني تر څو نور شفافيت هم پيدا شي. په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې د ملګرو ملتونو لپاره کار کوي.

له ملګرو ملتونو څخه دوو سرچينو رويټرز ته ويلي، چې د دې قانون د پلي کېدو په اړه انديښنې د دې لامل شوي چې دا سازمان له خپلو ټولو ښځينه او نارينه کارکوونکو وغواړي چې تر ۴۸ ساعتونو پورې دې کار ته نه حاضرېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) پرون اعلان وکړ چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان ښځينه کارکوونکې له کار منع کړې دي.

يوناما د دې بنديز په اړه انديښنه ښودلې.

دې دفتر طالبانو ته ويلي، چې د ملګرو ملتونو بنسټونه نشي کولای چې له ښځينه کارمندانو پرته فعاليت وکړي او مهمې مرستې وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش هم په ننګرهار ولايت کې د دې سازمان په دفتر کې د ښځو پر کار کولو بنديز په کلکه غندلی دی.

نوموړي تېره شپه په يوه ټويټ کې ليکلي، چې که دا پرېکړه وانخيستل شي، نو اړمنو کسانو ته به د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو وړتيا ضعيفه شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه