د جلال اباد ښاریان د اوبو رسولو ادارې له فعالیتونو راضي نه دي

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال اباد اوسیدونکي وایي، زیاتره ښاریان د نل پاکو اوبو ته نیمه لاسرسی لري، خو پاتې نور یې د پاکو اوبو د ترلاسه کیدو په برخه کې له ستونزو کړیږي.

غلام نبي د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اوسیدونکی دی وایي، د طالبانو د اوبو رسونې ادارې له لوري یې کورنو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو په موخه نلونه راتیر شوي، خو په ۲۴ ساعتونو کې نیم ساعت له اوبو برخمن وي.

غلام نبي زیاته کړه: «د اوبو رسونې ادارې هم په دې برخه کې څه ډول چې لازمه ده د ښاریانو ستونزو ته رسیده ګي نه ده کړې او ډیر کله مونږ له لاسي پمپونو اوبه ترلاسه کوو پر ځای د دې چې هره میاشت راڅخه د اوبو رسولو اداره بیلونه اخلي.»

د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اوسیدونکی خان ولي هم ورته شکایت کوي او زیاتوي چې په ۲۴ ساعتونو کې یې یوازې یو یا نیم ساعت له اوبو برخمن او ډیره کله د دوی په شخصي لګښت له جوړو شویو څاه ګانو ګټه اخلي.

نوموړی نیوکه کوي چې د اوبو رسونې ادارې کارکوونکي له ښاریانو د وچو نلونو پر سره بیلونه اخلي.

 خان ولي وویل: «ځینې کورنۍ په بیه اوبه اخلي او بیا ترې د اوبو رسولو اداره هره میاشت بیلونه هم اخلي څه ورته نشو ویلی؛ ځکه دوی سره طالب سرتیري هم کله کله وي او بیا یې حوزه کې زنداني کوي زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د اوبو رسولو اداره زمونږ ستونزو ته د حل لار ولټوي.»

د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې بیا خلک د څښاک د پاکو اوبو د کموالي له امله اړ شوي چې په شخصي لګښت د اوبو څاه وباسي خو اوسنیو اقتصادي ستونزو ته په کتو ډیرې کورنۍ یې بیا د څاه جوړولو توان هم نه لري.

د یادې ناحیې اوسیدونکی شرافت  د طالبانو د اوبو رسونې پر ادارې نیوکه کوي او وایي، د ډیرو کورنیو د اوبو نلونه میټر سیستم هم نه لري او هغه کورنۍ چې په خپل وخت د اوبو بیل تحویلوي بیه یې لوړه او د اوبو تش نلونه پرې حسابوي.

نوموړی زیاتوي زیاتره ښاریان د څښاک پاکو اوبو نشتون له امله  له ککړې اوبو استفاده کوي او د څښلو پرمهال یې خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

بلخوا ختیځ  کې د اوبو رسولو ادارې لپاره د طالبانو رییس ندي الله نیازي د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي ستونزه ټول شموله بولي او د حل په برخه کې د اقداماتو خبره کوي.

نوموړی د جلال اباد ښاریانو نیوکو ته په ځواب کې وایي، په کمو امکاناتو یې د زیاتو ښاریانو د څښاک د پاکو اوبو رسونې ستونزه حل کړې او لا هڅه کوي ترڅو د اوبو رسونې شبکې ځینې له کاره لویدلې برخې فعاله او د ښاریانو ستونزې حل کړي.

دا یوازې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي نه دي، چې د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي لا هم د دغه ولایت ګڼې نورې سیمې شته چې اوسېدونکي یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې وړ ده، چې د هیواد ډېری سیمې وروستیو وچکالیو سختې ځپلې دي او د کرکیلې د پيکه کېدو تر څنګ یې د څښاک اوبو ته لاسرسی هم ګران کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه