جاپان په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام سره پنځه میلیونه ډالر مرسته وکړه

اطلاعات روز: د بودیجې د کمښت په اړه په افغانستان کې د مرستندويو بنسټونو له اندېښنو سره هم مهاله جاپان د خوړو له نړيوال پروګرام (WFP) سره د پنځو ميليونو ډالرو مرسته کړې ده.

د خوړو نړيوال پروګرام د جاپان د مرستې هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا بودیجه په داسې وخت کې ورکړل شوې چې په افغانستان کې د مارچ مياشتې پر مهال د بودیجې د کمښت له وجې څلور ميليونه وګړو ته ژغورونکې مرستې کمې شوې دي.

دغه سازمان ويلي، چې که بودیجه ورته ونه رسېږي، نو په اپريل مياشت کې به نهه ميليونه نور وګړي هم له خوراکي مرستې پاتې شي.

په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا ويلي، چې هيواد يې په تېرو کلونو کې د افغانستان د خلکو او د خوراک د نړيوال پروګرام قوي او دوامدار ملاتړی و.

په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مدير د جاپان له مرستې مننه کړې او ويلي يې دي چې اوس مهال د دې پروګرام خوراکي مرستې په هيواد کې د هغو ميليونونو افغانانو لپاره د ژغورنې يوازينۍ لار ده چې دا وخت د لوږې له تر ټولو لوړ خطر سره مخ دي.

ده ويلي: «د لوږې يوه غميزه د افغانستان دروازې ټکوي او که بشري مرستې دوامداره نه وي، نو په سلګونه زره نور افغانان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا ولري.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د مرستې رسونې لپاره د دې سازمان تر پنځه سلنه کمې مالي غوښتنې منل شوې دي.

د اوچا په وينا، په داسې حال کې چې د افغانستان بحران په نړۍ کې تر ټولو لوی او جدي بشري بحران دی، په دې هيواد کې بشرپاله عمليات تر ټولو کمه مالي مرسته تر لاسه کوي.

دې بنسټ ويلي، چې له بېړنيو سرچينو پرته ميليونونه وګړي د خوراک په شمول ژغورونکې مرستې له لاسه ورکوي.

اوچا وايي، چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې د بشري مرستو اړتيا ۲۸.۳ ميليونه وګړو ته رسيدلې ده.

د دې بنسټ په وینا، په افغانستان کې شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له بېړنۍ کچې سره مخ دي او له لوږې يو ګام لېرې دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري عملياتو لپاره د ۴.۶ ميليارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه