اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان لپاره د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیب الله مبارز وايي، چې دغه ترافیکي پیښه پرون (دوشنبه، ۱۴ د وري) مازدیګر ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په «تنګي» سیمه کې د یو فیلډر او ټیلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي په یاده ترفیکي پېښه کې د فلیډر موټر چلوونکي په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د کابل-جلال اباد پر لویه لاره په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لاملونه د سړک تنګوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، بې احتیاطي او ترافیکي اصولو نه مراعات کول ښودل شوي دي.
