اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې دې وزارت په ۱۴۰۱ کال کې تر ۱۷ ميلياردو او ۴۸۷ ميليونه افغانيو زيات عوايد راټول کړي دي.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د پلان او پاليسۍ معين ضياء الرحمن نن (يکشنبه، ۱۳ د وري) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د ۱۴۰۱ کال عوايد د تېر کال په پرتله ۵۸۳ سلنه زيات دي.
د ده په وينا، په ۱۴۰۰ لمريز کال کې د کانونو او پټروليم وزارت عوايد دوه ميليارده او ۵۵۹ ميليونه افغانۍ و.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت ويلي، چې له چينايي شرکت (CPEIC) سره د قشقرې د نفتو د استخراج پروژې تړون، د شبرغان – مزار شريف د نل ليکې ۵۰ سلنه بشپړول او د مس عينک او ټاپي پروژې د عملي کار پېلولو لپاره د لازمو تدابيرو اخيستل، د ۱۴۰۱ کال پر مهال د دې وزارت اقدامات دي.
افغانستان ګڼ کانونه او طبيعي سرچينې لري، خو د جنګ له وجې یې حکومتونه نه دي توانيدلي چې له خپلو سرچينو استفاده وکړي او اوس مهال یې وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي.
د طالبانو حکومت د افغانستان پر کانونو د پانګې اچونې د جلبولو هڅه کوي.
ويل کېږي چې چينايان د افغانستان پر کانونو پانګې اچونې ته لېواله دي. چين د لوګر د مس عينک قرارداد هم اخيستی چې په نړۍ کې د مسو يو لوی کان دی.
دې هيواد د افغانستان په شمال کې هم د نفتو ايستلو لپاره له طالبانو سره ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړی دی.
