اطلاعات روز: د ډلييز امنيتي تړون د سازمان د دارالانشاء استازي يوري شووالوف ويلي، چې د دې سازمان غړي هيوادونه په سيمه کې د امنيت د پياوړتيا لپاره له طالبانو سره د خبرو په حال کې دي.
شووالوف دا څرګندونې تېره ورځ (جمعه، ۱۱ د وري) د دې سازمان په مقر کې د ډلييز امنيتي تړون د سازمان د رهبرۍ تر غونډې وروسته کړې دي.
اسپونتيک خبري اژانس په وينا، نوموړي دا خبرې دايمي ګڼلې دي او هيله يې ښودلې چې مثبتې پايلې به تر لاسه کړي.
شووالوف په عین حال کې د افغانستان له خاورې د شونې ګواښونو د مخنيوي لپاره پر خپلو سياسي او نظامي – تخنيکي تياريو تينګار کړی دی.
ده ويلي: «د ډلييز امنيتي تړون سازمان د تاجکستان سویلي پولې له هغو معلومو افراطي ډلو څخه د ګواښونو له امله څاري چې د افغانستان په خاوره کې مېشتې دي.»
تېره ورځ د ډلييز امنيتي تړون عمومي منشي ايمانقلي تاسماګامبتوف ويلي و، چې له افغانستانه د دې سازمان غړو هيوادونو ته د تروريستانو د نفوذ خطر شته.
