وروستیو ورښتونو د ارزګان کروندګر خپلو حاصلاتو ته هیله مند کړي دي

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې کروندګر وایي، ویره یې درلوده چې د تېرو کلونو په څیر به یو ځل بیا دوی د وچکالۍ سره مخ شي، خو زیاتوي چې وروستیو ورښتونو هیله مند کړي او له خپلو کښتونو به ښه حاصل ترلاسه کړي.

که څه هم وروستیو ورښتونو د ارزګان په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو بزګران یاد ورښتونه د وچکالۍ په مخنیوی کې کټور بولي.

د ارزګان دوه تنه کروندګر ولي محمد او محمدشفيق د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوږدمهالې وچکالۍ د له منځه وړلو لپاره دې دغلته د ورښتونو اوبه مهار کړي.

دوی زياتوي، چې که اوبه مهار نه شي د تير په څير به يو ځل بیا خلک له وچکالۍ سره مخ شي.

ولي محمد وویل: «موږ ورستيو ورښتونو ته زيات خوشاله يو او هيله لرو چې د دې ورښتونو په کيدو سره به وچکالي ختمه شي.»

محمدشفيق بیا وایي: «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ورښتونو دغه اوبه باید مهار کړي ترڅو په راتلونکي کې هم وچکالۍ په ارزګان ولايت کې ختمه شي.»

ورته مهال د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ريیس خالد وايي، چې وروستیو ورښتونو له امله په دې ولایت کې یوې کوچنۍ نجلۍ ژوند بایللی، درې تنه ژوبل دي او تر ۱۰۰ زیاتې کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

دغه راز ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي بیا زیاتوي، چې تراوسه پورې دغلته ۱۴۷ ملي متره ورښت شوی او په خبره یې چې د يوه اباد کال لپاره ۲۵۰ ملي متره ورښت ته اړتيا ده.

د ده په وینا، د اوبو د مهار لپاره دوی د کرنې وزارت او موسېساتو سره غږیدلي او هيله لري چې يادې اوبه مهار شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تيرو څو کلونو پرلپسې وچکاليو په ارزګان کې د کرنې او مالدارۍ برخې ته سخت زیانونه اړولي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه