اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د مدني ټولنو د فعالانو په ځانګړې توګه د هغو کسانو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه لري چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعيضي سياستونو په مقابل کې درېږي.
دې دفتر د هغو ټولو کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې چې په خپلسري ډول نيول شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ټينګار کړی چې هيڅوک بايد د خپلو او يا نورو د اساسي حقونو د دفاع له کبله ونه نيول شي.
د دې دفتر اعلاميه چې تېره شپه (چهارشنبه، ۹ د وري) خپره شوې، پکې راغلي چې د عقيدې او بيان د ازادۍ له حق څخه د استفادې له وجې د مجازاتو په توګه نيول، د نړيوالو قوانينو پر اساس خپلسري بلل کېږي.
د دې اعلاميې له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پېله د مدني ټولنې ګڼ فعالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي دي.
په تازه توګه طالبانو د «قلم لار» بنسټ بنسټګر او د هغه دوه وروڼه نيولي دي. ويسا د نجونو پرمخ د ښوونځيو د خلاصون او زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي حق غوښتنه کوله.
د مطيع الله ويسا ساتنځای او د هغه د نيونې دليل روښانه نه دي.
د پوهنتون استادان، فعالان او يو شمېر ورځپاڼه ليکونکي هم د طالبانو له لوري نيول شوي او د هغوی د ساتنځايونو او پرې د شته تورونو په اړه هيڅ اطلاعات نشته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وينا، نرګس سادات، زکريا اصولي، سلطانعلي ضيايي، خيرالله پرهر او مرتضی بهبودي هغه کسان دي چې نيول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ويلي، چې د زندانيانو بشري حقونه لکه د نيونې د دليل په اړه د اطلاعاتو حق، کورنۍ او قانوني وکالت ته لاسرسی بايد رعايت شي.
دې دفتر ټينګار کړی چې د بشري حقونو د نړیوالو معاهداتو پر اساس چې افغانستان يې غړی دی، طالبان مکلف دي چې د بيان او عقيدې ازادي او د سولييزو ټولنيزو غونډو ازادۍ ته درناوی وکړي او همدا راز د زده کړې او د کار حق ته د لاسرسي زمينه برابره کړي.
