په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ: کابل کې ځانمرګی بريد د طالبانو ناکامي ښيي

اطلاعات روز: په بهر کې «د افغانستان د اسلامي جمهوريت» سياسي او قونسلي استازوليو په يوه ګډ پيغام کې ويلي، چې په کابل کې ځانمرګی بريد د امنيت په تامينولو کې د طالبانو ناکامي ښيي.

دا بريد چې طالبان يې ناکام شوی بولي، پرون (دوشنبه، ۷ د وري) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې وشو.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې بريد کې شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي.

په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ او قونسلګرۍ چې د پخواني حکومت له ډيپلوماټانو سره دي، په يوه پيغام کې ويلي، چې د بهرنيو چارو وزارت يو شمير کارمندان هم وژل شوي او ژوبل دي.

په دې پيغام کې راغلي، چې د دې پېښې کېدل «د دې خونړۍ پېښې د عاملينو سخت زړي توب او د امنيت په تأمين کې د طالبانو ناکامي ښيي».

«د افغانستان د اسلامي جمهوريت» سياسي استازوليو او قونسلګريو دا بريد غندلی او د قربانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي ښودلې.

داعش ډلې د دې بريد مسووليت منلی او ويلي يې دي چې د دې ډلې يو ځانمرګی بريدګر توانېدلی چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په مخ کې بريد وکړي.

د داعش له ادعا سره سم، په دې بريد کې د «ډيپلوماټانو» په شمول ۲۰ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ په دې برید کې د مرګ ژوبلې شمیر شپږ تنه ښودلی و.

دا وزارت وايي، چې يو ځانمرګی بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې ويشتل شوی او له ده سره شته چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

تېره ورځ په کابل کې ايمرجنسي روغتون هم اعلان کړی و چې د دې روغتون جراحۍ څانګې ته دوه مړه او ۱۲ ژوبل کسان ور وړل شوي چې يو پکې ماشوم دی.

د تېر لمريز کال د مرغومې مياشتې په وروستيو کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مخته چاودنه شوې وه چې د هغې مسووليت هم داعش منلی و. په هغه بريد کې تر ۲۰ زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه