د کندهار ښاروالۍ ۲۰ مجهول الهويه جسدونه خاورو ته وسپارل

خبریال: وحیدالرحمن افغانمل

اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د کندهار ښاروالۍ وایي، چې د يو لړ مذهبي مراسمو په ترڅ کې یې ۲۰ لا وارثه جسدونه چې له تېر يو کال راهيسې له ښار او ولسواليو څخه ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال شوي و، خاورو ته سپارلي دي.

دا جسدونه د هغو کسانو دي چې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او د طالبانو په وینا د دوی د کورنۍ غړي او خپلوان نه دي پیدا شوي.

کندهار کې د عامې روغتيا رياست لپاره د طالبانو د عدلي طب مسوول ډاکټر محمد موسی محمد نواز وایي:«دا کسان د مختلفو پېښو پرمهال وژل شوي، څوک په مرمۍ وژل شوي، څوک ځړول شوي، څوک خفه شوي، د چا سر پرې شوی.»

هغه وايي، چې دغه جسدونه د دولسو مياشتو په اوږدو کې د کندهار په ښار او ولسواليو کې موندل شوي او د دې ولایت میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي وو.

د کندهار ښاروالۍ لپاره د طالبانو وياند زمری څرګند وايي، د عامې روغتيا رياست له لوري دوی ته ۲۰ جسدونه سپارل شوي ترڅو یې خاورو ته وسپاري.

د هغه په وینا، دغه جسدونه د میرویس حوزوي روغتون په سړو خونو کې ساتل کیدل چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

څرګند ​​زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم د کندهار ښاروالۍ له لوري لسګونه لا وارثه جسدونه ښخ شوي دي.  د هغه په ​​وينا، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ٩٠ جسدونه خاورو ته سپارل شوي دي.

دغه راز د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي ترڅو په ښار او ولسواليو کې د خلکو امنيت ته پوره پاملرنه وکړي.

د کندهار اوسيدونکی نقيب الله زياتوي، دغه ډول جسدونه د بېلابېلو جنايي پېښو پرمهال موندل کېږي.

هغه وويل: «زموږ کور دلته د هدیرې ترڅنګ دی دا مړي موږ وینو، هر کله دغه ډول مړي دلته راوړل کېږي او وروسته خاورو ته سپارل کېږي، خلک د کار لپاره راوزي وروسته وژل کېږي کورنۍ يې پرې خبره نه وي.»

همدارنګه د کندهار يو بل اوسيدونکی محمد عظمي بیا وايي، د طالبانو سرپرست حکومت بايد د دغه ډول پېښو عاملين پيدا کړي.

نوموړي زياتوي: «دا کسان څوک وو، ولې وژل شوي، عاملين يې څوک وو، دولت بايد دا پيدا کړي.»

د طالبانو له راتګ وروسته په ولایتونو کې د پټو وژنو او د جسدونو د موندلو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې طالبان ادعا کوي چې جرمونه کم شوي او سرتاسري امنیت تامین دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه