اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په کابل ښار کې د چاودنه پخلی کړی او ويلي يې دي چې ځانمرګی بريدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې وژل شوی او له ده سره شته چاودېدونکو توکو چاودنه کړې.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمير نور ژوبل دي. د ده په وينا، د طالبانو درې تنه غړي هم په ژوبلو کسانو کې شامل دي.
ټکور ليکلي، چې ځانمرګی بريدګر د دويمې امنيتي حوزې په اړونده سيمه ملک اصغر څلورلارې کې د طالب ځواکونو له لوري ويشتل شوی دی. نوموړي د دې ځانمرګي بريدګر د موخې په اړه څه نه دي ويلي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچينې وايي، چې چاودنه نن (دوشنبه، ۷ د وري) غرمه مهال د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ته نږدې د داوودزي سوداګريز مرکز ته مخامخ دروازه کې شوې ده.
په کابل کې ايمرجنسي روغتون بیا وايي، چې د دې روغتون د جراحۍ څانګې ته دوه مړي او د يوه ماشوم په ګډون ۱۲ ژوبل ور وړل شوي دي.
د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
د تېر لمريز کال د مرغومي د مياشتې په لومړيو کې هم د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه شوې وه او پړه يې داعش منلې وه. په دې بريد کې ۲۰ نفر مړه او ژوبل شوي وو.
