ارزګان کې د جګړه ځپلو سیمو خلک د خپلو ویجاړو شویو کورونو بیا رغونه غواړي

اطلاعات روز: د ارزګان ولايت په مرکز او ولسواليو کې د تېرو دوو لسيزو جګړو پرمهال په زرګونه کورونه ويجاړه شوي چې خلک يې د بیا رغیدو په برخه کې د مرستې غوښته کوي.

د دې ولايت اوسيدونکي وايي، په تېره شل کلنه جګړه کې یې کورونه ړنګ شوي چې اوس یې په یوازې ځان د جوړیدو وس نه لري.

د ارزګان د مرکز اړوند د کوټوالو سيمې يو اوسيدونکی احسان الله وايي، چې د سرپنا لپاره يې يوازې يو کور درولوده چې د طالبانو او تېر حکومت د نظاميانو ترمنځ د جګړې له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

دی زیاتوي، چې اوس مهال د خپل کور د رغيدو وس نه لري او په خبره يې چې باید د طالبانو حکومت او نړيوال ورسره د کور په رغيدو کې مرسته وکړي.

هغه زياته کړه: «څلور کاله زموږ په سيمه کې جګړې وشوې کله چې جګړې بندې شوې موږ خپلو سيمو ته ورغلو ديوال يې هم نه و پاتې، موږ په ښار کې په کرايه کور کې اوسيږو ځکه د خپل کور د رغيدو وس نه لرو.»

د دې ولایت د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکی جان اغا هم ورته خبره کوي او وایي، تېرو جګړو د سیمې خلک سخت ځپلي کورونه یې ویجاړ شوي او اوس د اوسیدو لپاره سرپنا نه لري.

دی وايي، چې څو ځله يې د طالبانو د حکومت او نړيوالو خيريه موسېساتو څخه د خپل کور د رغيدو لپاره مرسته غوښتې، خو په خبره يې چې هيچا يې غږ نه دی اوريدلی.

هغه وايي:«زه ترینکوټ ته راګډه شوی يم کور مې ټول له منځه ولاړ د کرايې ورکولو وس نه لرم يو ځل مې دلته په ترينکوټ کې خيمه جګه کړه او پکې اوسيدم اوس دلته په يوه کنډواله کې اوسيږم هيچا راسره قسم دی که مرسته کړي وي.»

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس اغاولي قریشي وايي، چې په تېرو وختونو کې یې دغلته د هغو کسانو سره مرستې کړي چې کورونه یې ویجاړ شوي وو او په راتلونکي کې هم پلان لري چې خلکو سره یاده برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال په ارزګان کې تر ۱۳ زره زياتې کورنۍ په مرکز او ولسواليو کې له خپلو سيمو څخه بېځايه شوې وې، خو اوس څرګنده نه ده چې له یادو کورنیو څخه په کوم شمیر خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه