اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې هيڅ امريکايي وګړی په افغانستان کې زنداني نه دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دا هيواد هڅه کوي چې څو امريکايان چې له طالبانو سره بنديان دي را خلاص کړي.
ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه يې په کنګره کې خبرې کولې، وويل چې طالب چارواکو «څو امريکايان» نيولي دي.
د طالبانو وياند طلوع نيوز ته ويلي، چې هيڅ امريکايي وګړی په افغانستان کې نه دی بندي او نه هم په تازه توګه کوم امريکايي نيول شوی دی.
د بلينکن په وينا، شاوخوا ۱۷۵ وګړي چې د متحده ايالاتو تابعيت لري په افغانستان کې شته دي.
ده زياته کړې چې له دې کسانو ۴۴ يې له افغانستانه وتلو ته چمتو دي.
