د تخار په بهارک کې کان ښویېدنې تر دریو مياشتو کمه موده کې د اتو کارګرو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: د شمېرو له مخې، د بهارک ولسوالۍ د «آوارسای» د سرو زرو په کان کې اته کان کيندونکي تر دریو مياشتو په کمه موده کې د کان ښویېدنې له امله مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

کارګر وايي، چې فقر او بې‌کاري هغوی اړ کړي چې خپل ځانونه خطر ته ورکړي.

د بهارک ولسوالۍ په «آوارسای» کلي کې د سرو زرو د کان د کشف نږدې ۲۵ کاله کېږي، خو ويل کېږي چې دا کان تر اوسه له کانونو او پټروليم وزارت سره نه دی ثبت شوی او خلک په خپلسرې توګه د سرو زرو د استخراج هڅه کوي.

د دې معدن يو کارګر عبدالرحمان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې فقر او بې‌کاري دی په معدن کې کار کولو ته اړ کړی دی.

دی دا کار سخت او خطرناک يادوي او وايي: «د سرو زرو په کان کې کار کول موټو او زور ته اړتيا لري او کوم کسان چې د دې کار د کولو زور او وړتيا نه لري، نه شي کولای کار ته دوام ورکړي.»

خير محمد يو بل کارګر دی چې وايي، خپل دوه خپلوان يې د سرو زرو په کان کې د يوې پېښې له وجې له لاسه ورکړي دي.

دی وايي، چې کارګران د سرو زرو په کان کې کار کوي او هره شېبه له خطر سره مخ دي. دی زياتوي چې د سرو زرو د کانونو ځمکې ريګ لري او هره شېبه دا شونتيا شته چې کان راوښوييږي او د کارګرو ژوند له خطر سره مخ کړي.

دی وايي: «د سرو زرو د نوم بر خلاف، د کارګرو عايد هيڅ معلوم نه دی. له ځلونو هڅو سره – سره داسې شوي چې هيڅ عايد په لاس نه دی راغلی.»

د ده په وينا، په يوه مياشت کې د کارګرو حد اکثر عايد ۱۰ زره افغانۍ ته رسېږي.

کارګر وايي چې دوی د خپلو عايدو ماليه هم ورکوي.

دوی ادعا کوي چې پخوا زورورو له دوی څخه ماليه اخيسته، خو اوس يې له طالبانو سره تړلي خلک ترې اخلي.

د کارګرانو په وينا، د دوی هر يو د ورځې ۳۰۰ افغانۍ ماليه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه